د لاسرسي ځای

تازه خبر

درانه بارونه د امېدوارو میندو ماشومان زیانمنوي





رابعه اکرم - مشال راډيو

په خېبر اېجنیسۍ کې د امیدوارو ښځو لپاره کار کونکې یو غېر سرکاري مقامي اداره د خېبر وېلفېر هوم وېنا ده چې په لنډې کوتل کې د لرې ځایونو نه اوبو راوړلو له وجې د ګڼ شمېر امیدوارو ښځو ماشوم د مور په نس کې ضاېع کېږي.

له مشال راډيو سره په خبرو کې دخیبر وېلفېر هوم یوه چارواکي وویل چې له دوی سره تقریبا په تېرو څلورو مېاشتو کې د ۲۷ امیداورو میندو راپورونه راجسیټر شوي چې ماشومان یې زیانمن شوي دي.

،،په لنډې کوتل کې زېات کېسونه موږ ته رپورټ شوې وو،اؤ د روژې نه درې ورځې مخکې په یو کور کې دوی پېښې شوېدې، هغه له دې وجې نه چې زېات وزن پورته کوې، بلکې هغو ته په دغه اړه علم نشته، چې امېدواره مور باید څومره وزن پورته کړي، او نه هم د دوی د پوهاوي لپاره په سیمه کې دایانې شته، نو ځکه مو ضروري وګڼله چې په دې اړه د خلکو پوهولو لپاره کار وکړو چې د حمل دوران کې زېات وزن باید بورته نه کړل شي.،،

د خېبر اېجنسې یوه دايي رخسانه وايي، دې ډېری ډېرې حامله زنانه کتلې دې چې د اوبو راوړلو له وجې مشکلات ورته جوړ شوي دي.

،، ښځې په میلونو میلونو له لرې لرې ځایونو پر خپلو سرونو اوبه راوړې،او چې کومې حامله زنانه دې هغوې ته په کې ډېر تکلیف وي،ما پخپله کتلي دي او له کور واله چې یې تپوس وکو چې دا څه وجه ده،څنګه وشو نو هغوی دا خبره کوی چې موږ ته د اوبو ډېره غټه مسله ده، ډېر زیات کېسونه راغلي دي،چې پکې ېې ماشومان ضایع شوېدې،،

خلېل اپرېدی وايي چې په سېمه کې د تاؤ ترېخوالې له وجې دوی نشې کولای چې په دې سلسله کې د ښځو خدمات ترلاسه کړي نو دوی د ټولنې د خلکو په کمک خپل کار کوي.
،، ملکانو،د علاقې مشرانو اؤ ځوانانو سره سره د عالمانو په مرسته کار کوو، هغوی پوهوو،چې امېدوارې میندې له دې ۍلمه خلاصې کړو. ،،

که یو خوا غېر سرکارې ادارې ادعا کوي چې له دوی سره د امېدوارو میندو د ماشوم ضایع کېدو ٢٧ کېسونه رجسټرډ شویدي خو د لنډي کوتل د لوی سرکارې هسپتال مشر ډاکټر نذېر وزېر وايي چې هغوی مخې ته تر اوسه داسې هېڅ کېس ونه مخې ته نه دی راغلې.

،،داسې مخصوصه کېس تر اوسه پورې زما په نوټس کې نه دي راغلي چې اوبو له وجې ېې حمل ضاېع شوی دی، خو دا په حقېقت کې یو مسله ده ما په خپله کتلي دي چې په سرونو اوبه د لرې ځایونو نه راوړې ، نو دا خو به بوج وي او بله خبره دا چې لارې هم سمې نه دې نو دا مسله هم شته،،

نوموړي زیاته کړه چې په حکومتې کچ د حامله ښځو د صحت په اړه د صحت څانګې ښځینه کارکونکو په ذرېعه د پوهاوي پروګرام روان دی.

XS
SM
MD
LG