د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکايي افغان پروژې له بغاوته ځنډنۍ کېدائ شي





رویټرز خبري اژانس لیکي، په افغانستان کې د پرمختګ یو شمیر منصوبې کیدای شي د ځنډ ښکار شي، او دا زیات امکان لري دغه منصوبې تر ټاکل شوې نیټې نه ډیرې وروستو سر ته ورسیږي.

رویټرز خبري اژانس لیکي، په افغانستان کې د بیارغونې یو شمیر منصوبې به تر ټاکل شوې وخت پورې سر ته ونه رسیږي، او دا زیات امکان لري چې په دغه هېواد کې د امنیت د مسلو له وجې د ځنډ ښکار شي.

څه نا څه څلور سوه میلیونه ډالره چې د بجلۍ په ګریډ سټیشنو ، د سړکونو په جوړولو او دا شان د پرمختګ یو شمیر نورې منصوبې چې د ۲۰۱۱م کال کې ورته دغه پیسې مختص شوې وې، د افغانستان د بیا ابادولو د منصوبو یو مشر وایي ، دغه روان کارونه به تر ټاکل شوې نیټې پورې سر ته ونه رسیږي.

رویټرز لیکي په افغانستان کې وسلوالو ته د ماتې ورکولو لپاره ضروري ده، چې نړیوال د افغان ولس زړونه وګټي او باور یي تر لاسه کړي، او د پرمختګ د دغه منصوبو په وخت سر ته د نه رسیدو له وجې کیدای شي، د افغان ولس هیلو ته زیان ورسوي. د افغانستان د بیا ابادولو د منصوبو امریکایي مشر دا هم وایي، د فنډونو په وخت نه رسیدل، د امنیت خرابه وضع، د خلکو مرسته نه کول او داسې یو شمیر نورو وجوهاتو له عمله به هغه منصوبې چې تیر کال پیل شوې وې، اوس به تر ټاکل شوې نیټې پنځلس میاشتې وروستو سر ته رسیږي، او زیاتوی ډیرې داسې پروژې هم دي، چې کالونه به اخلي.

د افغانستان د پرمختګ د منصوبو په اړه دا رپوټ په داسې وخت مخې ته راغلې، چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما له دغه هیواده ځواکونو د مرحله وار وتلو پلان اعلان کړی. امریکا غواړي، د افغان ولس لپاره ښه روډونه ، د بجلۍ او اوبو ټول انتظام برابر کړي ، چې دا شان د دغه هیواد ولس د وسله والو طالبانو ملاتړ پریږدی، او د خپل ملک په پرمختګ کې له دوی سره مرسته وکړي.

رویټرز لیکي د پرمختګ دغه کارونه به ځکه هم په وخت سر ته ونه رسیږي، چې د دغه منصوبو د راتلونکي په اړه پوره منصوبه بندي نه ده شوې. په افغانستان کې په لویه کچه درغلو هم یو شمیر منصوبې له ځنډ سره مخامخ کړي دي، او افغان ولسمشر حامد کرزي مرستندویه هیوادونو ته دا ویلي حکومت به یي د درغلیو د ختمولو لپاره کار کوي.

XS
SM
MD
LG