د لاسرسي ځای

تازه خبر

انتخابات به پر خپل ټاکلي وخت کېږي. ولسمشر زرداري


د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري


ظفرکریمي مشال ریډیو

کراچۍ: د اتوار په ورځ د سند صوبې په خېرپور کې د پیپلزګوند غړو ته په وینا کې ولسمشر اصف علي زرداري وویل چې د ټولټاکنو د ځنډویدو خبرونه بې بنیاده دي ـ هغه ژمنه وکړه چې ټاکنې به په خپل ټاکلي وخت ترسره کیږي او دغه ټاکنې پاکې، ازادې او بې لورې وي ـ

((زه وایم چې ټاکنې به خپل ټاکلي وخت ترسره کیږي ـ ازادې، پاکې او سوتره به کیږي ـ موږ غواړو چې خپلواکې ټاکنې ترسره شي او موږ یو ځل بیا حکومت جوړ کړو ـ موږ په درغلیو باور نه لرو ـ نه مو مخکې کله درغلۍ کړي دي نو به یې په راتلونکي کې وکړو)) ـ

هغه وویل ددوی ګوند داسې تګلاره لري چې موخه یې میرمنو ته واک او خپل حق ورکول دي ـ که میرمنو ته خپل حقونه ورکړل شي نو په راروان وخت کې به دوی د سړیو سره اوږه په اوږه د کار روزګارکولو جوګه وګرځي ـ

((موږ میرمنو ته د ځواک ورکولو له پاره کار وکړو چې په راروان وخت ښځه او نر دواړه د خپل کور دپاره د ګټې وټې جوګه شي ـ د یو تن په ګټه وټه د ټول کور ګوزاره چلیدل ګران دي ـ راروان وخت به زموږ خویندې میندې د ژوند په هر میدان کې یوځای و لیدل شي ))

صدر اصف علي زرداري د خپلې وینا په مهال په خپلو سیالو ګوندونو او د سترې محکمې په پریکړه نیوکې وکړې ـ او زیاته یې کړه چې هغه په زندان کې وخت تېر کړی دی او د جیل ګرمی یې زغملی ده نو ځکه هغه سیاسي تودوښه نه محسوسوي.

((تر کومې پورې چې د نوي لومړي وزیر د ټاکنې خبره ده نو زه دا وایم چې دوی که له ما څخه یوسف رضا ګیلاني واخیستو نو ما دوی ته یو بل وفادار وزیراعظم ورکړو))

ولمشر زردراي وویل په دې خبره پوه دی چې خلک د بجلۍ له نشتوالي سره مخ دي ـ هغه وویل د لوډشیډنګ د ختمیدا په موخه د حکومت هڅې رواني دي او دا به ستونزه به دوي زر حل کړي ـ

نوموړي زیاته کړه چې په سند صوبه کې په لویو اقتصادي پروژو کار شورو دی او ددې څخه به خلکو ته روزګار په لاس ورشي او سېمه کې به خوشالي راشي ـ

XS
SM
MD
LG