د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبرتیا!








ازادي راډیو او مشال راډیو د خدای بخښلې ″حسبیه شهید″ په نوم فیلوشپ پیلوي.

دغه فیلوشپ په افغانستان کې د هغو ځوانو مېرمنو لپاره دی، چې غواړي مسلکي خبریالې شي او په دغه فیلوشپ کې هرځل یوازې یوه مېرمن د شپږو میاشتو لپاره ټاکل کیږي. انتخاب شوې مېرمن ته د میاشتنۍ مرستې ترڅنګ د فیلوشپ په پای کې په پراګ کې د ازادي راډیو/ مشال راډیو په مرکزي دفتر کې د دوو اونیو لپاره د تجربې ترلاسه کولو چانس هم ورکول کیږي.

دغه فیلوشپ ته د ټاکل کېدو لپاره تجربې ته اړتیا نه شته. خو هغه مېرمنې ورته ټاکل کیږي، چې د ژورنالیزم استعداد ولري او همدا رنګه د حسیبه شیهد په شان د خبریالۍ له جرات څخه برخمنې وي.

دا په دې معنی چې دغه فیلوشپ د وتلو او مسلکي خبریالانو لپاره نه دی، بلکې د هغو کسانو لپاره دی چې تازه د ژورنالیزم له پوهنځي څخه فارغ شوي وي او یا یې په دې نږدو کې د رسنیو په برخه کې فعالیت پیل کړی وي.

په دې خپرونه کې د ګډون لپاره باید خپله ″سي. وي″ او د لیکنې دوه نمونې د اګست میاشتې تر ۱۵ مې پورې په دغه پته راولېږﺉ.

Haseeba.Fellowship@rferl.org

ستاسو لومړنۍ لیکنه باید له ۳۵۰ تورو (کلمو) څخه زیاته نه وي او باید په خپله لیکنه کې مو په فیلوشپ کې د ګدون دلیل روښانه کړﺉ.

ستاسو لیکنې باید په پښتو، دري او یا هم انګلیسي ژبو وي.

XS
SM
MD
LG