د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار کې ۱۴ طالبان وژل شوي ۸ نیول شوي



دافغانستان د کندهار ولایت امنیتي چارواکي خبر ورکوي چې په تیرو څو ورځو کې یې ددې ولایت په بیلا بیلو ولسوالیو کې د وسله والو طالبانو خلاف عملیات کړي چې په ترڅ کې یې څوارلس تنه وژل شوي او اته نور ژوندي نیول شوي دي. دوی همدارنګه د سپکې او درنې وسلې د ترلاسه کولو ادعا هم کوي.


دکندهار چارواکي داهم وايي چې په نیولو شویو کسانو کې د بلوچستان وسیدونکي هم شامل دي، خو په دې اړه تراوسه نه طالبانو او نه هم د بلوچستان چارواکو څه ویلي دي.
XS
SM
MD
LG