د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران د اسراییل تورونه بې بنیاده ګرزولي



ايران د اسرائيل هغه تورونه بې بنياده بللې چې ويلي وو دغه هيواد په بلغاريه کې د اسرائيلي سيلانيانو پر بس د شوي ځانمرګي بريد ذمه وار دی. د چارشنبې په ورځ د امنيت شوری کې د مينځني ختیځ په اړه د بحث پر موقع د ايران سفير محمد خاضۍ د بلغاريه د بريد تور پخپله پر اسرائيل ولګولی.

د م م لپاره د اسرائيل مرستيال سفير هيم ويکس مين د ايران تورونه لړزونکي و بلل، خو دده په وينا د يوه داسي حکومت له لوري حيرانونکې نه دي چې د يوولسم سپټمبر پيښه يوه سازشي نظريه بولي او د یهوديانو له عامې وژني انکار کوي. ويکس مين وويل د بلغاريه او په دې وروستيو څو مياشتو کې د نړی په نورو برخو کې په شوو يو شمير بريدونو کې د ايران د لاس درلودلو نښي شته.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG