د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابله تا سره مینه لرم



اې ایف پي خبرې اژانس لیکي، د تیرو لسو کالونو راهیسې د افغانستان سنیما د زوال سره مخامخ ده. او اوس د فلمي نړۍ سره تړاو لرونکې خلک غواړي د دغې د بیا بهالولو لپاره کار وکړي. د افغان ډایریکټرانو یوې ډلې کابل ته دً ای لو یو کابل ً یعنې کابله تا سره مینه لرم په ناما یو لیک استولی ، چې پکې د دغه ښار د بدامنۍ ، مشکلاتو او په دغې کې د روان ژوند په اړه خبرې شوې دي.

د افغانستان فلمي صنعت چې د تیرو ولسو کالو جنګونو وهلی دې، او د طالبانو په دور کې ورته تر ټولو زیات زیان ورسید. د ۱۹۹۶م کال او ۲۰۰۱ لومړي کالونو په دوران کې سخت دریزو ټولې سنیماګانې بندې کړې، ټیلې ویژنونو په کتلو بندیزونه ولګول شول، او تصویرونه غیر اسلامي وګرزول شول. او حته مجسمې هم په نښه کړل شوې، چې د بامیان مشهوره د بدهه مجسمه په نښه کړل شوه.

اوس په دغه هیواد کې ځینې خلک غواړي د سینما د بیا رغونې لپاره کار وکړي. د افغانستان د ډاکیومینټرې فلمونو جوړونکی ملک شافي وایي اوس په افغانستان کې د کال سل فلمونه جوړیږي، خو دوی د بجټ د کمي سره مخامخ دي، او د دغې فلمونو معیار هم ښه نه وي. ً کابله تا سره مینه لرم د سرخط لاندې دغه لیک د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مشن یوناما په مالي مرستو چلیږي، چې مقصد یي د دغه هیواد سنیما یو ځل بیا ښه کول دي.

د یوناما یو مشر اریو سلطاني ای ایف پي ته وایي، دوی غواړي په دغه هیواد کې ټولو فلم جوړونکو ته ورسیږي، او له دوی سره د فلمونو په جوړولو او د دغې په معیار ښه کولو خبرې وکړي. له افغانستانه یو شمیر فلم جوړونکي بهر هیوادونو ته هم تللي دي. د یوناما په مرستو جوړ شوی فلم چې په افغانستان کې په زور د نجونو په ودونو په اړه پکې خبرې شوي ،کله چې په کابل کې د فرانس په کلتوري مرکز کې وښودل شو ، نو ناستو خلکو ډیر خوښ کړلو.

د دغې فلم جوړونکی فرهاد رضایي وایي ده دا فلم په ریښتونې کیسو جوړ کړی، چې څنګ افغان نجونې غواړي د خپلې خوښې واده وکړي، او له دغې لپاره خپل مور پلار او کور پریږدي، خو بیا یي هم ژوند د مسلو ښکار وي، او اکثره یوازې پریښودل شي. چې دا د یوې انجلۍ لپاره یو تریخ حقیقت دی.

ً کابله تا سره مینه لرمً هغې فلم جوړونکو ته یو پیغام دی، چې غواړي د خپلې ټولنې ریښوتنی تصویر نړۍ ته وښایي.


XS
SM
MD
LG