د لاسرسي ځای

تازه خبر

کله کله ورزشکاران د اولمپيک ولولې درناوی نه کوي




راپور: چارلس رېکنیګل

دا ځلي به نه په نشه مست شوروغوغا کوې نه به لڅ حرکتونه چې په قطعي توګه د اولمپيک لوبو دود پاتې شوی. خو په یاد مو دې وي چې په اولمپیک کې دغه ډول کړنو نه هېرېدونکي تصویرونه ورکړي.

په می میاشت د روس حکومت اعلان وکړ چې د لندن اولمپیک لوبو کې برخه اخیستونکي روسي ورزشکاران به په شرابو هیڅ څکه نه کوي. نه یواځې د دوی ورزشکاران بلکې د پلاوي غړي چې له دوی سره مله دي د شرابو غوړپ تر غاړه نه تېروي.

مسکو دا ونه ویل چې ولې.؟

دوه کاله وړاندې د کېنېډا د وېنکوور په ژمنۍ لوبو کې روسۍ ډلې خپل هېوادوال ډېر سخت ناامېده کړل. دوی تش ۱۴ مېډالونه وګټل، حال دا چې د ۵۰ مېډالونو د ګټلو تمه یې کېدله.

ویل کېږي چې د دوی ډلې بې خرته مستۍ کړې او شرابونه یې څکلي ول. یو شپه ان دوی په دوو نقلي پټرول پمونو کې مېلمنو ته وډکا او ویسکي هم ورکړې وې

په اولمپیک کې دغه ډول کړنې باید ونه شي.

لوړکچې تېروتنه


خوتر لندن اولمپیک مخکې ښايي شراب څکل یواځني بدخوی نه وي چې په اړه یې خبرې کېږي.

بلکې پر کېمره له ناوړه حرکت سره تصویر اخیستل هم په کې راځي .

روانه میاشت د اسټرالییا اولمپیک کمېټېې ويلي ول چې خپل دوه لامبوزن به له هغه وروسته زغرده سزا کړي کله چې دوی له خپلې سیالۍ راستانه شي.

ولې؟ لامبوزنو نیک ډي ارسي او کېنریک مونک په دا نژدو کې پر فېسبوک خپل تصویر نښللولی وو چې په کې دوی په درنو وسلو سمبال ښودل کېږي

چارواکي وايي د ورزشکارانو لپاره چې په ټولنه کې ورته د اتلانو په سترګه کتل کېږي د بدخویه هلکانو غوندې ځان ښودل نه ښايي.



په ۲۰۰۴ م کال ایراني جوډو باز میراسماعیلي د یونان په اتېنز کې پر له پسې دومره ډوډۍ خوړلې وله چې د زیات وزن له وجې یې له لوبې ویوست. ده ویلي ول چې زیاته ډوډۍ یې له اسراییلي جوډوباز سره په سیالۍ کې د مخامخېدو په احتجاج کې خوړلې وله. خو ایراني سرکار یې دلیل نه وو منلی.

ددې ترڅنګ په اولمپیک کې ګڼو نورو لوبغاړو هم ورته ناوړه چلند کړی وو چې اوس یې د تاریخ برخه ګرځېدلې. د ورزشکارانو دا کړنې ښايي د نړۍ والو لپاره هڅونکې شیبې نه وي خو ددې پرته دا شیبې نیمګړې ښکاري.

XS
SM
MD
LG