د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي سيمو رښتونی تصوير





آياز وزير د پاکستان پخوانی سفارتکار او د جنوبي وزيرستان اوسيدونکی دی. د پاکستان دي نيوز ورځپاڼې ته نوموړي خپلې مقالې ته ؛ د قبایلي سيمو رښتوني تصوير؛ عنوان خوښ کړی دی.

ليکوال وايي روانې جګړې د قبایلي سيمو کاروبار او زراعت په تباه کولو سره هلته لا د وړاندي موجوده غریبي نوره هم زياته کړې ده.

نوموړی وايي په ميډيا کې یې په قبایلي سيمو کې د حکومت له لوري د پرمختيايې کارونو داسي خبرونه اوريدلي چې فکر يې کولی، اوس په رښتيا هم هلته په لويه پيمانه پرمختګ روان دی .

خو د آياز وزير په وينا کله چې يې په يوه سيمینار کې د قبایلي سيمو د ځوانانو خبرې واورېدې نو دغه غلط فهمي يې ختمه شوه.

دده په خبره په اسلام آباد کې جوړ شوي سيمينار کې يې چې کله د ځوان نسل له خولې له دوی سره د نوکريانو ورکولو او آن د شناختي کارډونو د جوړولو په برخه کې د شوي سلوک خبري واوريدې نو ورته داسي احساس شوه لکه چې یو څوک په دې هيواد کې د نابلدو دښمنانو کيسې اوري.

د آياز وزير په خبره د قبایلي سيمو خلک د خپلي خاوري په اړه په فيصله کولو او انتظام چلولو کې هيڅ واک و اختيار نه لري.

دی زياتوي د قبایلي سيمو پښتانه په کشمير، افغانستان او د ترهګری ضد جګړي کې تل استعمال کړل شوي خو بيا وروسته د دوی قربانيانې هيرې کړل شوي دي .

د ليکوال په وينا ، د قبایلي سيمي خلک آن دومره په تکليف دي چې سړکونه يې هر وخت بند وي او په خپلو کې هم آزاد تګ راتګ نشي کولی.

خو دده په وينا حکومت د قبایلي سيمو په اړه د تري ډيز(درې ډالونه ) پاليسي جوړه کړې وه یعني ډائيلا ګ، ډېولېپمېنټ او ډيټرېنس یاني، خبري اتري، پرمختيايې کارونه اومخنیوی خو دده په خبره دې درې ډالونو ته خلک اوس د ډېت ، ډيسټرکشن او ډېمولېشن یاني وژنه، وییجاړونه او ورانونې پاليسي نوم ورکوي.

ليکوال آياز وزير بيا ځيني پوښتنې راپورته کوي چې آخر د قبایلي سيمو پښتنو ته د دومره قربانۍ په بدل کې څه ورکړل شوي دي، د فاټا د پارليمان د غړو له لاري د کلني پرمختيايې بجټ لګول شویو پيسو څه نتيجه ورکړې ده او دا پيسې آخر په کومه ولاړې. خو د ده په وينا حکومت بېخي په دې خبرو هیڅ سر نه ګيروي.

آياز وزير په خپله مقاله کې وايي د قبایلي سيمو خلک کله د تعمير په نوم، کله د هم دغو تعميري کارونو د جاري ساتلو په نوم او کله ددې کارونو د بيرته ړنګولو په نوم لوټل شوي دي.

XS
SM
MD
LG