د لاسرسي ځای

تازه خبر

بشارالاسد ته د اوباما دړکه،کیمیايي وسلې ونه کاروې


د امریکا ولسمشر باراک اوباما د شام ولسمشر بشارالاسد ته خبرداری ورکړی دی چې د خپلو کېمیاوي وسلو د استعمال تېروتنه دي نه کوي.

امریکايي ولسمشر باراک اوباما د دوشنبې په ورځ وویل ، که چیري بشارالاسد او د هغه رژیم داسې وکړل نو به یې نړیواله ټولنه او امریکا د دې ذمه وار وګرځوي.

امریکايي ولسمشر باراک اوباما وویل.

( موږ به له خپلو دوستانو ، ملګرو او د شام له اپوزېشن سره په ګډه کار کولو ته دوام ورکړو. په دې هیله چې داسې ورځې به راشي چې د شام خلک یو داسې حکومت ولري چې د دوی بنیادي حقونو ته درناوی ولري او دوی په امن ، ازادي او عزت کې ژوند وکړي)

دمشق پرون دړکه ورکړه چې که چیري نړۍ په دې هیواد کې پوځي مداخله وکړه نو پر ضد به یې له کېمیاوي وسلو کار واخیستل شي. هغوی وویل چې دا وسلې به دوی د خپلو خلکو پر ضد ونه کاروي.


د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کې مون د شام دا دهړکه ناسمه وبلله او پر نړیواله ټولنه یې ږغ وکړ چې د داسې ګام د مخنیوي لپاره دي چمتو و اوسي.

شام پرون د عربي ټولنې هغه وړاندیز هم رد کړی دی چې که بشارالاسد واک پرېږدي نو به له خپلې کورنۍ سره په خوندي توګه له هیواده و اېستل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG