د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتنو ښار کې د هندوانو بازارونه





خدای نور ناصر - مشال راډيو

په داسې حال کې چې د بلوچستان په يو شمیر سیمو کې هندوان د پېسو لپاره تښتول کېږي، وژل کېږي، او ان دا چې ډېری هندو کورنۍ په دې هڅه کې دي، چې له پاکستان څخه خپل ځان وباسي، او هندوستان ته لاړ شي. خو په چمن کې میشت هندوان وايي: په دې ښار کې يې ژوند لا هم د پخوا په څېر خوندي دی. ددې يوه بېلګه له دې هم ښکاري، چې له کلونو راهیسې په دې ښار کې ډېری سړکونه د هندوانو په نومونو دي. سناتن بازار، جوګي رام روډ، رام چند بازار، ټرنچ روډ او د دل ارام روډ په شمول ځيني نور سړکونه او بازارونه هم شته، چې نن هم د هندوانو په نومونو یادېږي. د سناتن بازار يو دوکاندار وايي: دوی په همدې خوشاله دي، چې دا پخواني نومونه نن هم یادېږي.

؛ زه له تېرو شپږو کالو راهیسي په سناتن بازار کې د يوه دوکاندار په هیث ژوند کوم. د سناتن په شمول ډېری نور بازارونه هم شته، چې د هندوانو په نومونو دي. موږ په دې خوښ یو، چې دغه پخواني نومونه همداسې پاتې شي. او بدل نه شي؛


چمن ښار چې دا وخت په کې اکثریت پښتانه اوسي، خو له دې سره سره په سلګونه هندو کورنۍ نه يواځې ژوند کوي، بلکې نن هم د دې ښار په تجارت کې مهم رول لري. هم دې ته په پام سره پنځه پنځوس کلن ایمن داس وايي: د کوټې او نورو بلوڅ مېشتو سیمو په پرتله يې په دې ښار کې ژوند ډېر ښه دی.

؛ موږ دلته ډېر خوشاله يو. تر کوټې خو بيخي ډېر خوشاله یو. ځکه چې دلته نه څه ډار شته، نه مو د لوټلو وېره شته او نه هم د وژلو. هیڅ داسې ستونځې نه لرو. دلته ډېری سړکونه زموږ په نومونو دي. تر کومه ځايه چې زه مالومات لرم. د يوه یا دوو سړکونو نومونو بدل شوي. خو پر موږ يې هیڅ فرق نشته. چې د هر چا په نامه وي؛

له دې سره چې ډېری هندوان نن هم په دې ویاړي، چې د سیمې خلک لا هم دوی ته په درنه سترګه ګوري. او د دوی د مشرانو نومونه يې ژوندي ساتلي. خو د روي کومار په نامه يو ځوان بیا وايي؛ دوی د سړکونو او بازارونو تر نومونو په دې خوشاله دي، چې په دې ښار کې په امن ژوند تېروي.

؛ د خوښۍ او ناخوښۍ خبره نه ده. څنګه چې دا ښار دی، او د چا دی. نو دا د دوی حق دی. چې زموږ نومونه پرېږدي او که یه؟ موږ ددې ښار د وګړيو بس په دې هم زیات منندوی یو، چې موږ دلته ښه ژوند تېروو؛

په داسې حال کې چې په چمن ښار کې د هندوانو په نومونو نومول شوي د دوو بازارونو نومونه بدل شوي، خو پاتې نور يې لا هم د هندوانو په نومونو دي، چې د دې ښار ډېری پښتانه په دې خوښ دي، چې دا پخواني نومونه دي همداسې پاتې شي.

XS
SM
MD
LG