د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر: پر ناټو کاروان برید یو ډرایور ووژل شو






د خیبر پولیټیکل چارواکي وايي چې د دغه ایجنسۍ د جمرود په سور کمر سیمه کې په افغانستان کې میشت ناټو ځواکونو له پاره پر رسد وړونکو دریو کنټینرو وسلوالو ډزې کړې چې په ترڅ کې يي یو ډرائیور ووژل شو او یو ژوبل دۍ.

چارواکی وايي برید ګر په موټر سایکل ورغلي وو چې د برید وروسته تښتیدلي دي.

د دغه برید پړه دوو وسله والو ډلو جلا جلا پر غاړه اخیستې ده.

په پاکستان کې یوې فعاله اورپکې وسله والې ډلې عبدالله عزام بریګیډ یوه تن مشال راډیو ته ویلي چې دا برید دوی کړی دی خو بلخوا بیا تحریک طالبان پاکستان هم مشال راډیو ته ویلي چې ناټو ته پر مال وړونکیو کنټېنرو برید د دوی وسله والو کسانو کړی دی.

دا په افغانستان کې مېشت د ناټو ځواکونو له پاره پر مال وړونکو کارانونو له هغې وروسته لومړی برید دی کله چې د روانې میاشتې په لومړو کې پاکستان د څه نا څه اوو میاشتو بندیز پس د لارو د پرانیستو اجازه ورکړه.

دغه بندیز په مومند ایجنسۍ کې د نېټو لخوا په هوايي برید کې پاکستان د خپلو ۲۴ پوځیانو د وژنې پرضد د احتجاج په توګه لګولی وو.

بلخوا پاکستان کې وسله والو طالبانو د نېټو د رسد په ګاډو او دهغې په ډریورانو د بریدونو دهړکه ورکړې وه او دهېواد مذهبي ګوندونو د رسد د بحالو خلاف په لویه کچه مظاهرې کړي دي.

د ۲۰۰۸م کال راهیسې په پاکستان کې دنېټو د رسد په ګاډو اکثره بریدونه کیږي.

XS
SM
MD
LG