د لاسرسي ځای

تازه خبر

'وسله وال د پاکستان و افغانستان شریک دښمنان دي'


راجا پروېز اشرف ورځې مخکې کابل ته تللی وو
راجا پروېز اشرف ورځې مخکې کابل ته تللی وو

ژباړه: ګل ایاز
سرچینه: ډېلي ټایمز

ډيلی ټايمز ورځپاڼه په خپله اداریه کې ليکي چې په کابل کې د پاکستان، افغانستان او د بريتانيه ترمينځه دري اړخيزه خبرو کې د افغان جګړي د حل لپاره په دې خبره ټينګار شوی چې د پاکستان رول ډير مهم دی چې وسلوال طالبان د خبرو اترو ميز ته راکش کړي.


ادرايه ليکي، د پاکستان وزيراعظم راجا پرويز اشرف په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د امن راوستو په موخه د مرستو او د مختلفو ډلو ترمينځه اختلافات ختمولو وړانديز وکړو.

د ورځپاڼي په وينا، په دې برخه کې امريکا کار کوی خو لږه کاميابی يې ترلاسه کړي.

ورځپاڼه ليکي د بريتانيي وزيراعظم ډيويډ کيمرون وايي چې پاکستان او افغانستان شريک دښمن لری او پکار ده چې ترهګري ضد جګړه کې له يو بل سره همکاری وکړي.

ډېویډ کیمرون هم کابل ته تللی وو او له حامد کرزي سره یې ولیدل
ډېویډ کیمرون هم کابل ته تللی وو او له حامد کرزي سره یې ولیدل
اداریه کې راغلي چې پاکستان په دې وروستيو کې د پولې هغه غاړه بريدونو سره مخامخ شوي چې يو شمير سرتيري يې ووژل شول. د دي بريدونو پړه تحريک طالبان پاکستان په غاړه اخلي، چې د ۲۰۰۹ کال پوځي اپرشن وروسته د پاکستان خاوری نه يې ويستلي دی او د حقانی شبکې تر چتر لاندی راغونډ شوي.

ورځپاڼه ليکي داسی ويري څرګنديږي چې له افغانستانه د بهرني ځواکونو وتلو وروسته د حقانی شبکي پشمول افغان طالبان به کابل د قبضي لپاره هلی ځلي تندي کړي.

خو امريکا او ناټو د افغان طالبانو بيا په واک کې د راتلو خبره ردوی او د افغانستان نه سله کيدونکي تاريخ بيانه وی چې نه خو دا جنګ اوږ شي او نه به دا هيواد کورني جګړي سره مخامخ شي.

ورځپاڼه ليکي چي د څلورو لسيزو راهېسې جګړي کې يوه خواي هم په مکمله توګه بری نه دی ترلاسه کړي. د دي حل يواځينی لاره سياسی حل او خبري اتري دي.

پاکستان په دي جګړه کې د سلګونو سرتيرو قربانی ورکړي او د دې جنګ لمبی په ټول هيواد کې خپرې شوي. دا په افغانستان کې د څلورو لسیزو راهېسې د لاس وهني نتيجه ده.

ورځپاڼه په اداريه کې زياتوي چې د پاکستان د وزيراعظم لخوا د سولی په پروسه کې د مرستو خبره او د دغه هيواد سياسی مشرانو او د پوځ ګامونه نه د پولي هغه غاړي ته ميشت ملګرو هيوادونو اعتماد به ترلاسه کړي.

ايا د پاکستان سياسی مشران به وکړی چې پوځ د پروکسی جګړي يا وسلوالو په وسیله جګړی کولو نه خبرو اترو ته سلا کړي؟

په پاکستان له ډيری مودی راهېسې دا تورونه لګيږي چې دوی په افغانستان کې امن نه غواړي او په کابل د قبضي لپاره د افغان طالبانو مرسته کوی.

د اداريې په پای کې راغلي چې افغانستان کې امن نه وی راغلی او پاکستان د امن نه ګتي نه وی پورته کړی نو دواړه هيوادونه او سيمه به پرمخ لاړ نشي.
XS
SM
MD
LG