د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوالې رسنۍ



ګارډين د پاکستان د وتلي خبريال نجم سيټي او دا شان د مدني ټولني نورو غړو ژوند ته په وروړاندي ګواښونو مقاله ليکلې ده . نيشنل اڼترسټ بيا په افغانستان کې د تشدد په راتلونکې ليکنه کړې ده.

د برتانيیا ګارډين ورځپاڼه وايې د پاکستان وتلی خبريال نجم سيټي د خپل کار لپاره له کوره ليری نشي تللی. دی په هفته کې درې ورځي په شخصي ټيلي ويژن د آپس کی بات تر نوم لاندي يو پروګرام کوي.

خو د ورځپاني په وينا د سپټمبر له میاشتي راهيسي د پروګرام د ريکارډولو لپاره نوموړي د خپل کور په کوټه کې يوه وړه سټوډيو جوړه کړې ده دا ځکه چې دی د پاکستان پر جاسوسي ادارې ښکاره نيوکي کوي او ويريږي چې و به وژل شي.

د ګارډين په وينا يوازي نجم سيټي نه بلکې د دې هيواد د بشري حقونو يوه وتلې مبارزي عاصمه جهانګير چې د پوځ په ولسي چارو کې پر مداخلت تنقيد کوي دعوی کړې چې د هيواد لوړپوړو امنيتی حکامو ددې د وژني منصوبه جوړه کړې ده.

له هغه وخته راهيسي د دې د حفاظت لپاره حکومتي ساتونکي ګمارل شوی دي.


دا شان د نجم سيټی پر کور هم کېمرې لګيدلې دي خو دی له کوره بيخي کم راوځي. ده ته به په ښار کې کله نا کله د ګرځيدو لپاره ډير ژر بکتر بند ګاړۍ هم ورکړل شي.

د ګارډين په وينا دا رنګه نجم سيټي ته په ورکړل شوو حکومتی ساتونکو د نظر ساتلو لپاره د ده د ميرمني له کلي سره تعلق لرونکي باوري ساتونکي هم ګمارل شوي دي.

ورځپاڼه ليکي د نجم سيټي لبرل پروګرام ډير مقبوله او ورته اشتهارونه هم زيات ملاويږي او دا په يو داسي ټولنه کې چې ورو ورو د قدامت پسندی په لور روانه ده يوه عجبه او نابلده خبره ده.

بلخوا نیشنل انټرسټ ورځپاڼي په افغانستان کې د تشدد د مستقبل تر عنوان لاندې ليکنه خپره کړې ده.

ليکوال پال سټاني لينډ وايې که په افغانستان کې د امريکا کوښښونه ناکامه شو نو دا به واشنګټن د ترهګرۍ ضد مبارزې پر نظريه باندي له سره غور کولو ته اړ باسي.


دا مفکوره د يو داسی پیاوړي مرکزي رياست پر جوړولو زور ورکوی چې د خدمتونو او پرمختيايې کارونو په کولو سره مقبوليت تر لاسه کړي او دا شان د پوځي قوت په استعمالولو سره ځايي آبادي قابو کړل شي.

ددې مانا دا ده چې د توپک په زور رياست جوړول او دا رنګه ددې هڅو مرکزی ټکی د حکومت لخوا پر سياست او تشدد پوره قبضه کول دي.

د ليکوال په وينا په دې پاليسي کې موجودې مفروضې زیانمنونکې دي. دده په وينا تاريخ او په افغانستان او عراق کې اوسنۍ تجربې ښايې چې د پوځي رياست جوړونه يو له هغو کړن لارو څخه ده چې له مخي يې حکومت د تشدد مخه و نیسي او له وسله والو سره مقابله وکړي.

د ليکوال په خبره رياست او وسله والې ډلې ژوند او نور ژوند ته د پريښودلو پر بنياد خبرې اترې کولی شي، د سمګلنګ په سرچينو پټي معاملي کولی شي، خپل ګډ دښمنان په نښه کولی شي، پر سيمو ګډ کنټرول او يا په امکاني توګه د تشدد پر نه زياتولو سره سلاکيدلای شي. نو دده په وينا پر ځای ددې چې باغيان له مينځه يووړل شي داسي رياستونه هم کيدای شي چې له باغيانو جوړ وي نو ددې ما نا داده چې د ياغيتوب پرله پسې شتوالی د حکومت داری برخه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG