د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند و پاکستان کرکټ لوبې بیا پېلېږي، ځوانان څه وايي


رابعه اکرم مشال راډيو

اسلام اباد:- د ګل په ورځ د پاکستان کرکټ بورډ د هند لخوا د کرکټ لوبو سیریز بیا پیلولو د وړاندیز هرکلی کړی دی چې له تېرو پنځه کالو راهیسې یې نه سېریز لوبې نه دي کړي.

دبورډ چیرمېن ذکاء اشرف وبلي له دې ګام سره به د کرکټ په ملینونو مینه وال خوشحاله شي.

له دې وړاندې د هند کرکټ کنترول بورډ یو بیان جاري کړی وو چې وايي د راروان دسمبر او جنورۍ په میاشتو کې یې پاکستان ته دیو لنډ سیریز لپاره دعوت ورکړی دی او په دې اړه نورو تفصیلاتو باندې به زر کار وکړل شي.

خو بیا هم ددواړو هېوادونو لوبډلې په نړیوالو مقابلو کې یې دیو بل سره لوبیدلي دي چې پکې تېر کال د هند په موهالي ښار کې د ورلډ کپ سیمي فاینل هم شامل دې.

په تیرو څو میاشتو کې د دواړو هېوادونو حکومتونو او کرکټ بورډونو هڅې کولې چې دا سلسله بحال کړي.
د دواړو هېوادونو ترمېنځه د کرکټ بحالۍ په اړه ځوانان خوشاله دي. په اسلام اباد کې د دولسم ټولګي زده کونکی ننګیال وایي، چې د دواړو هېوادونو ترمېنځ د کرکټ د بحالۍ په خبره له هغه سره ټکي نشته چې خپله خوشحالي څرګنده کړي.

،،زه ډېر خوشاله شوم چې کرکټ بحاله شو،اؤ زما د خوښې ډلي پاکستان اؤ هند دې،نو زه خپله خوشالي نشم بېانولي، له دې سره به دواړه هیوادونو تعلقات هم ښه شي،،

د اتم ټولګي ذده کونکې محمد حمزه د کرکټ د لوبې شوقېن دې،وايې چې کوم خوند د هند سره په مقابله کې دې هغه له بلې لوب ډلې سره نشته.

،،زه ده کرکټ د بحالۍ په اړه خوشاله یمه،زما دعا ده چې پاکستان کرکټ ډله له هندي لوبډلې سره په سیالیو کې بری ومومي،،

دغه رنګ عرفان کونډي مشال راډېو ته ووېل چې ډېر وخت پس به د دواړو لوب ډلو ترمېنځه مقابله ګوري.

،، د پاکستان اؤ انډېا د مقابلو موږ کمی محسوسولو،ځکه چې د دواړو ملکونو تر مېنځ د کرکټ لوبو سیالي واړه نړۍ ګورې او خوند تري اخلي ،،

سېلاب خان چې اتم ټولګي زده کړي کوي دهغه وینا ده چې ده اؤ ملګرو ېې د دواړو لوب ډلو د کرکټ لوبې د بحالۍ لپاره دعاګانې کولي.
،،زه وایم چې پاکستان د کرکټ ښه لوبډله لري،هند هم ښه ډله لري، غواړو چې دواړه ډلې ښه لوبه وکړي،،
که ېو خوا ځینې ځوانان د دواړو لوب ډلو ترمېنځ د راتلونکې لوبې په انتظار دي نو بل خوا ېو ځوان فرمان غواړي چې د دواړه ملکونو ترمېنځه دي تعلقاتو ته وده ملاو شي.

،،دا ډېره ښه خبره ده ځکه چې دواړو ملکونو ترمېنځ به تعلقات ښه شي،دا ډېره غټه خبره ده چې هند پاکستان وروبللو، موږ دعا کوو چې دواړو ملکونو ترمېنځ امن راشي،،

دا شان کامران هم هېله کوي چې دي سره دواړو ملکونو د ولسونو تعلقات هم ښه کېدای شي.
،،د دواړو ملکونو د لوبغاړو ترمېنځه تګ را تګ سره به هم تعلقات ښه شي،ځکه چې دوی د امن سفېران دي،اؤ په کومو ملکونو چې د لوبو هلې ځلې مضبوطې وي نو هلته په رښتیا امن اؤ خوشالي راځي،،

د پاکستان کرکټ ټیم د ۲۰۰۷م کال په نومبر کې په آخر وار دهند دوره کړې وه.

په ۲۰۰۸م کال کې دممبۍ بریدونو وروسته ددواړو مخالفه ګاونډي هېوادونو ترمنځه د کرکټ سلسله ختمه شوې وه، هند ددغه بریدونو تور په پاکستان لګوي.

XS
SM
MD
LG