د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار قومونو د سرحدونو د ساتلو ژمنې وکړې


 Jalalabad:Elders from several districts gahter in a security meeting
Jalalabad:Elders from several districts gahter in a security meeting

باز محمد عابد

ـــــــــــــــــــــــــــــ

د ننګرهار ولايت د اتو سرحدي ولسواليو قومي مشرانو په يوه غونډه کې په دغه ولايت کې د سرحدونو د ساتلو، د امنيت په راوستلو او د نشه يي توکو د کښت او قاچاق د مخنيوي په لاره کې له دولت ملاتړ اعلان کړو.


دغه غونډه چې د ننګرهار د قبايلو او سرحدي چارو رياست رابللې وه، پکې د ګوشتې، لالپورې، سپين غر، دور بابا، نازيانو، مومنددرې، بټي کوټ، کامې او دره نور ولسواليو څخه په قومي مشرانو سربيره ولسوالانو هم برخه لرله.

د ننګرهار د قبايلو او سرحدي چارو ريس بريالي ګرديوال وويل چې د ننګرهار قومونو ورسره د امنيت ټينګولو، د سرحددونو په ساتلو او د نشيي توکو د له منځه وړلو ژمنې وکړې.

« دغو قومونو په کلکه له دولت سره دا ژمنې وکړې، تعهد يې وکړو چې موږ به د سولې له پروسې نه ملاتړ کوو، د امنيت په راوستو کې به له دولت سره اوږه په اوږه ولاړ يو. د مخدره موادو د کښت او قاچاق به په کلکه ممانعت کوو، د سرحدونو په ساتنه کې او په بعضې مواردو کې چې د ولس له دولت سره فاصله پيدا شوې، د هغې د له منځه وړلو په لار کې به خپلې هڅې او مبارزې جاري ساتو.»

د لالپورې ولسوالۍ د پراختيايي شورا مشر درويش لالپوروال وايي چې سوله هغه وخت امکان لري چې دولت له ولس سره له صداقت نه کار واخلي.

« نه داخل کې خلکو ته دا اجازه ورکوو چې زموږ په ملک کې مداخلت وکړي او نه هم په خارج کې. موږ دا تمه لرو چې افغان دولت دې له ولس سره په صداقت لاس ورکړي چې هغه مرور ورونه چې د طالب نوم ورکړی شوی، هغوی سره خبرې وکړي او هغوی دې ته حاضر کړي چې د مخالفت نه لاس واخلي.»


Malak Usman
Malak Usman

بلخوا د سپين غر ولسوالۍ يو تن قومي مشر ملک عثمان شينواری د ډيورنډ دواړو غاړو ته د پرتو قومونو تر منځ تفاهم او د ارزښتونو پالل د سولې ضامن وګڼل.

« په قبايلو کې، يا په لنډيکوتل او يا هم په دور بابا کې دې شينواري له اپريدو سره او مومند دې په خپله سيمه کې د ديورنډ دواړو غاړو ته پرتو ولسونو سره قومي تړه وکړي، ناغې دې وتړي، چې د يو بل په کورنيو چارو کې مداخله وکړي. داسې چې که زه درواوښتم او ستا په کورکې مې جرم وکړو، زه به دومره جرمانه ورکوم او که ته راواوښتې او زما په کور کې دې مداخله وکړه، ته به دومره جرمانه ورکوې. خو دا ټول زموږ بې اتفاقي ده، د ادارې ضعيف والی دی. دا هله کيدای شي چې اداري فساد له منځه لاړ شی، يوه سالمه اداره جوړه شي، ايمانداره ولسوالان وټاکل شي، چې هغه له قومونو سره په تفاهم دا مشکل ډير ژر د حل لاره مومي.»

د ننګرهار د سولې د عالي شورا د دارالانشاه ريس بلال کريم مومند وايي چې ډير ژر به د ننګرهار له نورو ولسواليو څخه په همدې موخه قومي مشران راوبلي.

« قومي مشران دسولې په پروګرام کې ډير ښه رول لوبولی شي، دې لپاره موږ دغه غونډه ترتيب کړې، او دا لړۍ به دوام ولري، داسې نورې غونډې به هم جوړوو، د نورو قومونو مشران به راغواړو او د سولې په راوستو کې د قومونو ملاتړ حاصلوو.»

د يادولو ده چې د قبايلو رياست چارواکي ادعا کوي چې د وسله والو طالبانو د رژيم له ړنګيدو وروسته پاکستان ۴۳ کيلو متر خاوره د ننګرهار د ګوشتې او لالپوري سرحدی ولسواليو کې لاندې کړې ده.

XS
SM
MD
LG