د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: د اې این پي غونډه کې چاودنه، ۶تنه ووژل شول






بلوچستان مرکز کوټې په کچلاغ کې د عوامي نېشنل پارټۍ په یوه ولسي غونډه کې له بمي چاودنې ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې. په دغه چاودنه کې د پښتون سټوډنټس فیډریشن د مرکزي نايب صدر ملک قاسم مهترزي په شمول شپږ تنه ووژل شول، او د ګوند د صوبايي صدر اورنګ زیب کاسي، د هغه د میرمنې مهر اورنګ زیب کاسۍ په شمول نهه تنه ژوبل شويدي. د وژل شویو مړي، او ډېری ژوبل شوي کسان يې د کوټې سنډیمن روغتون ته وړي. چې ددې روغتون د شعبه حادثاتو ډاکټر، ډاکټر جعفر مشال راډيو ته وویل:

؛ تراوسه پوري دې روغتون ته پنځه مړي او اووه ژوبل شوي کسان راوړل شوي دي. په ژوبل شويو کې د دوو تنو حالت د اندېښنې وړ دی؛

تازه مالومات دا دي چې په دوو ژوبلو کسانو کې یوه یې همدا اوس لږ ګړۍ مخکې ساه ورکړه.

د پولیسو په وینا چاودنه د عوامي نیشنل ګوند ددې جلسې له سټیج سره څېرمه په ولاړ يوه بايسیکل کې له اېښودل شويو چونکو توکیو شوېده. د یاد ګوند يو مرکزی غړی رشید ناصر چې خپله په دې چاودنه کې ژوبل شوی، په روغتون کې يې له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل.

؛ زموږ جلسه چې کله پېل شوه، او زه يې له نورو صوبايي مشرانو سره سټيج ته وبللم، نو د سټيج شاته دومره زوروره چاودنه وشوه، چې شاوخوا دوه کیلومیتره لرې خلکو ددې ږغ اورېدلی وو. او تر دې وروسته ګډوډي جوړه شوه.؛

په دې برسیره چې په دې چاودنه کې وژل شوي او ژوبل شوي اکثره د یاد ګوند غړي دي، خو ددې تر څنګ په کې ځيني لارويان هم په کې ژوبل شوي. يو سپين ږیری کس چې په روغتون کې په ټپي حالت کې پروت وو، وايي: په لاره روان ووم، چې چاودنه وشوه.

؛ زه بازار ته راغلی وم. په لاره له جلسې سره تېرېدم. چې چاودنه وشوه، او زه په ټپي شوم. سودا ته راغلی وم، سودا ته...؛

د یادولو وړ ده چې د عوامي نېشنل پارټۍ څو ورځې وړاندې په کوټه کې د بلوچستان په ناامنيو يو ټول ګوندیز کنفرانس رابللی وو. چې د ګوند د مرکزي غړيو په وینا په کچلاغ کې یې د جلسې هدف همدا وو، چې تر دې ټول ګوندیز کنفرانس وروسته خپلو خلکو ته دا پيغام ورسوي، چې دوی او د صوبې ګڼو سیاسي او مذهبي ګوندونو په دې کنفرانس کې پرېکړه کړې، چې دوی ټول د هر انسان د وژنې په سختو ټکیو کې غندنه کوي . چې ددوی په خبره ځکه ترهګرو تر ټولو لومړی په دې سیمو کې هم ددوي ګوند په نخښه کړ.

د عوامي نیشنل ګوند په جلسه کې تر دې چاودنې وروسته په کچلاغ او کوټه کې ټول تجارتي مرکزونه او بازارونه د احتجاج په توګه تړل شوي . بلخوا عوامي نیشنل ګوند ددې پېښي پر ضد د درو ورځو د ویر اعلان کړی، او سبا ته يې په کوټه کې د کاربندیز اعلان هم کړی. د کچلاغ ددې چاودنې مسوولیت تردې دمه لاهم کومې ډلې قبول کړی نه دی.


خدای نور ناصر - مشال راډيو - کوټه

XS
SM
MD
LG