د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه:د خیبر پښتونخوا د ۷ کانکیندونکو مړي وموندل شو


د خیبر پښتونخوا د سوات سیمې مړي دې کان کیندونکو مړي د کوټې روغتون ته ورسول شول، وروسته ګڼ شمیر مزدورانو د پښتونخوا ملي عوامي تر سیوري لاندي له دې مړيو سره د بلوچستان های کورټ مخې ته لاریون وکړ
د خیبر پښتونخوا د سوات سیمې مړي دې کان کیندونکو مړي د کوټې روغتون ته ورسول شول، وروسته ګڼ شمیر مزدورانو د پښتونخوا ملي عوامي تر سیوري لاندي له دې مړيو سره د بلوچستان های کورټ مخې ته لاریون وکړ



ددې ښار د پولیسو او لیویزو چارواکو په خبره د ښار له دوو بېل بېل سیمو څخه يې د نهه تنو مړي موندلي دي. چې ددوي په خبره ۷ کان کیندونکي دي چې په ډيګاري سیمه کې يې مړي ورته په لاس ورغلي، او دوه تنه بیا شیعه ګان دي، چې په میا غونډۍ سیمه کې يې مړي وموندل شول.

د کوټې د لېويز چارواکو له وینا سره سم ددې ښار په ډیګاري سیمه کې يې د ۷ تنو مړي د چار شنبې او پنجشنبې په منځنۍ شپه موندلي. چې ددوي په خبره ۷ واړه هغه کان کیندونکي دي، چې څلور ورځې وړاندې ددې ښار له مارواړ سیمې نامالومه وسله والو تښتولي وو، او وروسته يې بیا د تښتوولو مسوولیت يوې بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې بي ار اې قبول کړی وو. د امنیتي چارواکو په وینا د ۷ واړو کان کیندونکو تعلق له خیبر پښتونخوا سره دی. د لیویزو يوه چارواکي الله نظر مشال ته د ټيلي فون پر کرښه د پېښي نور جزیات داسې ورکړه.

؛ دا نن سهار موږ ته خبر راکړل شو، چې په ډيګاري سیمه کې د اوو تنو مړي پراته دي. کله مو چارواکي هلته ورغلل، نو بیا يې موږ ته ددې تائید وکړ، او زیاته يې کړه چې دا هم هغه کان کیندونکي دي، چې څلور ورځې وړاندې له مارواړ څخه تښتول شوي وو؛

هلته کله چې ددې کان کیندونکو مړي د کوټې روغتون ته راورسول شول، نو وروسته ګڼ شمیر مزدورانو د پښتونخوا ملي عوامي تر سیوري لاندي له دې مړيو سره د بلوچستان های کورټ مخې ته لاریون وکړ. په داسې حال کې چې د های کورټ مخې ته همدا لاریون کېده، هم هلته دننه د پاکستان د مشر قاضي چودري افتخار په مشرۍ کې د بلوچستان په ناامنۍ د کېس اورېدنه روانه وه. چې په سمدستي توګه مشر قاضي د مارواړ پېښه له خپلې خوا تر غور لاندې ونیوله.

بلخوا بیا د چارشنبې په ماښام د وسله والې ډلې لښکر جهنګوي له خوا رسنیو ته په ټيلي فون خبر ورکړل شو، چې دوی ۲ تنه وژلي، او مړي يې په میا غونډۍ سیمه کې پراته دي. د دې سیمې پولیسو بیا وروسته مشال راډيو ته ددې خبر تائيد وکړ، او ويې ویل: ۲ تنه چې تعلق يې شیعه مسلک سره دی. ۱۵ ورځې وړاندې تښتول شوي وو، چې اوس يې سرپرېکړي مړي ورته په لاس ورغلي. لښکرجهنګوي ډلې ددې دوو تنو د تښتولو او وژلو ذمه واري منلې. چې دا ددې نوعیت لومړنۍ پېښه ده، چې له شیعه مسلک سره تعلق لرونکي کسان تر تښتولو وروسته وژل کېږي. ددې پېښې پر ضد د شیعه کانفرنس او وحدت المسلین له خوا د دريو ورځو د ویر اعلان شوی.

خدای نور ناصر مشال راډيو کوټه

XS
SM
MD
LG