د لاسرسي ځای

تازه خبر

هلمند ماین چاودنه:خبريال عبدالهادي همدرد ووژل شو


په چاودنه کې وژل شوی خبريال عبدالهادي همدرد په هلمند کې يې د افغانستان له ملي راډيو ټلويزيون سره کار کاوو
په چاودنه کې وژل شوی خبريال عبدالهادي همدرد په هلمند کې يې د افغانستان له ملي راډيو ټلويزيون سره کار کاوو





افغان چارواکي وايي د شورو/ چارشنبې په مازيګر د هلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې د سړک غاړې یوه چاودېدلي ماين يو خبريال او د هغه یو ملګری وژلی او دوه تنه نور ژوبل دي.

په چاودنه کې وژل شوی خبريال عبدالهادي همدرد نومېږي او په هلمند کې يې د افغانستان له ملي راډيو ټلويزيون سره کار کاوو.

په دې اړه د هلمند والي وياند داود احمدي مشال راډيو ته وويل چې همدرد د ګرشک ولسوالۍ اوسېدونکی وو او په هماغه ځای کې د دارلمعلمين استاد هم وو .

د ده په خبره چاودنه په يوه سیلاني سيمه کې شوې ده چې په هلمند سربېره د نورو ولايتونو اوسېدونکي هم ورته په سیل ورځي.

(( همدرد په ملي راډيو ټلويزيون کې د رنګين خيالونه په نامه يوه ادبي خپرونه هم چلوله . دی پرون له څو ملګرو سره د ګرشک ولسوالۍ تپې ته تللی وو . دغه ځای ته له کندهار، او هراته هم سيالانيان راځي. له بده مرغه د دوی پر موټر د سړک غاړې ماين چاودېدلی چې پکې دی او يو ملګری يې وژل شوي او دوه نور ملګري يې ټپيان شوي دي))

چارواکي چاودنه د وسله والو طالبانو کار بولي خو هغوی لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د تېرې يک شنبې په ورځ هم په ګريشک کې د موټر سايکل بم چاودنه شوې وه چې پکې د د دريو سيمه ييزو پوليسو په ګډون پېنځه تنه عام وګړي وژل شوي او ديارلس نور ژوبل شوي وو .

سید شاه سقیم - کندهار

XS
SM
MD
LG