د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د نېټو سامان رسولو کار چټک کړی دی




ژباړه:- فرخنده وزیر – مشال راډيو

فرانس پریس خبري اژانس لیکي، که یو خوا په پاکستان کې د سخت دریزه ګوندونو اتحاد دفاع پاکستان کونسل د نیټو د رسد لارو د پرانستلو د فیصلې خلاف احتجاج پیل کړی دی، نو بلخوا پاکستان په افغانستان کې د نیټو د رسد لارو د پرانستلو وروستو د کنټینرو اوړیدلو لپاره کار تیز کړی دی، او د پاک افغان په پوله تورخم باندې د کنټینرو د شمیرې زیاتولو لپاره کار روان دی.


په تورخم پوله د پاکستان د کسټم چارواکي وایي مخکې به په دغه ځایي کې د دوه نیمو سوو ګاډیو د ودرولو لپاره ځای وو، خو اوس به دوی د پنځو سوو ګاډیو لپاره ځای جوړوي ، او دا شان د ګاډیو د اوړیدلو کار به هم تیزوي. د ووه میاشتو د بندیز وروستو د پاکستان حکومت نه یوازې دغه لارې پرانستلې، بلکې اوس یي په تورخم پوله د ګاډیو د اسانه او زر تیریدلو لپاره کار هم شورو کړی دې.

اې پي ته په تورخم پوله د کسټم یو چارواکي عبید الله خان ویلی، دوی دغلته اوس دوه کوټي هم جوړوي، چې پکې به د کسټم کارکونکي ناست وي، او د ګاډیو د چیکنګ کار او نوره کاغذي کاروایي به تیزوي. د رويټرز خبریال وایي په لاره کار شورو شوی دی، او د تورخم پولې ګیر چاپیره به ازغن تارونه هم لګول کیږي. په تورخم د کسټم چارواکي وایي حکومت غواړي، په دغه ځای کې د ټرکونو د امنیت مسلې ته دا ځل زیات پام وکړي.

عبیدالله خان وایي د وسلوالو طالبانو د ممکنه حملې د مخ نیوي لپاره یې ګامونه پورته کړي دي، او څلور چیک پوسټونه یې په تورخم جوړ کړی دی، او د امنیتي ځواکونو شمیره یي زیاته کړې ده. عبید الله خان د ا هم وایي دوی به کوښښ کوي، د نیټو د ټرکونه زر تر زره د پولې بلې غاړې ته اوړي، که څه هم دوی د دې لپاره ټوله شپه کار کوي، خو کوښښ به یي دا وي، چې د ګاډیو تګ راتګ په اسانه وشي.

په تورخم پوله یو انتظامي چارواکی معراج خان اې ایف پي ته ویلي ، تاسو ته اوس په پوله زیات سهولتونه په نظر راځي ، او د دې وجه دا ده، چې دوی غواړی ، ګاډۍ زر زر تیرې شي، او دوی تیار دي، چې په دغه لاره د نیټو ځواکونو لپاره د سامانونو ټرکونه او کنټینرې تیرې شي، ځکه چې خپل پوره تیاری یي کړی دی.

اې ایف پي لیکي ، اخوا په پاکستان کې د سخت دریځو ګوندونو اتحاد دفاع پاکستان کونسل مشرانو د نيټو د رسد لارو د پرانستلو خلاف خپل احتجاج پیل کړی دې. په اسلام اباد کې څه نا څه دیرش زره احتجاج کونکو د پارلیمان مخې ته خپل احتجاج درج کړی، چې حکومت دې د دغه لارو د پرانستلو فیصله بیرته واخلي. او د دغه تنظیم مشران وایي دوی به له تورخمه تر چمنه پورې خپل احتجاج کوي.
XS
SM
MD
LG