د لاسرسي ځای

تازه خبر

له ولسمشر کرزي وروسته به څوک ولسمشر وي؟


د افغانستان ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی



ژباړه: شاهین بونیری


په واشنګټن پوسټ کې مایکل او هینلون لیکي د افغانستان په اړه مهمه خبره داده چې کله امریکايي ځواکونه د دغه هیواده راوځي نو د کرزۍ ځای به څوک نیسي او د القاعده او طالبانو مخه به څنګه ونیول شي؟


په امریکا کې ټول بحثونه په دې مرکوز دي چې له افغانستانه به ځواکونه څنګه خپلو کورونو ته ستانه شي او ایا امریکا د خبرو اترو د عمل وړاندې بوتللو لپاره له کرزۍ سره کار کولای شي که نه؟ خو هم دغه هومره مهمه خبره دا هم ده چې ایا ځواکونه راووځي نو هیواد به ځان څنګه قایم وساتي، د کرزي ځای به څوک نیسي او د القاعده او طالبانو مخه به څنګه ونیول شي؟

په مقاله کې لیکل شوي باید امریکا هره یوه هڅه وکړي چې یو اصلاح خوښونکې راتلونکې انتخابات وګټي. که چرې یو جنګ سالار ولسمشر شي نو د افغانستان سره شوې مالي مرستې به ضایع شي او دغه شان چې د پرمختیا کوم کارونه شوي دي هغه به څه ګټې رانه وړي. خپلمنځی جنګ هم پیلیدای شي او د ویره هم شته چې د هیواد لویه برخه د القاعده او طالبانو په لاس ورشي.

د ولسمشرۍ لپاره په ممکنه کاندیدانو کې د تعلیم او کورنیو چارو پخوانې وزیر حنیف اتمر، اقتصادي کارپوه اشرف غني او د بهرنو چارو پخواني وزیر عبدالله عبدالله نومونه اخیستل کېږي. که چرې په دوی کې یو اصلاح خوښونکې غوره شي بیا به هم د کابل حکومت د یاغیانو پرضد خپلې مبارزې ته دوام ورکوي . خو غالب ګمان دا کیدای شي چې په لویو ښارونو به خپل قابو وساتي او قامي امنیت به پر خپل ځای پاتې شي. که چرې د مرستیالو ولسمشرانو او کابینې د غړو په غوره کولو کې له احتیاطه کار واخستل شي نو د خپلمنځي جنګ خطر هم کمیدای شي.

په مقاله کې وړاندې راغلي دي ډیر افغانان دا فکر کوي چې امریکا به د مخکې په شان افغانستان يواځې پرېږدي او یا دا چې د هیواد د ستراتیجیکي اهمیت له وجې امریکا غواړي چې تل ترتله په افغانستان کې پاته شي. باید امریکا په دغه اړه ډیر څرګند او باوري پیغام ورکړي. افغانان باید اماده کړل شي د هغه جنګ سالارانو لاره ونیسي چې د کرزي ځای نیول غواړي.
XS
SM
MD
LG