د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان میرمنې سختې پاملرنې ته اړتیا لري. هیلري کلنټن


د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن



میرمن کلنټن وايي، امریکا په دې باور ده، چې د نړۍ هېڅ هیواد تر هغو سوله او اقتصادي وده نه شي لاسته راوړای تر څو چې چې ښځې يې په واک او چارو کې شریکې کړې نه وي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې په توکیو کې وویل؛ هیواد يې د افغان ښځو تر څنګ ولاړ دی او د نوموړي په وینا د افغانستان د راتلونکي لپاره د قانون حاکمیت، اداري فساد پر ضد مبارزې تر څنګ د سړو په شان ښځې هم باید اقتصادي چانسونه ولري.

امریکا وايي، په افغانستان کې د ښځو د حقونو په برخه کې کافي پرمختګونه شوي دي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت د معلوماتو پر اساس د طالبانو د واکمنۍ له ړنګیدو راهیسې اوس د میلیونونو افغان زده کونکو څلویښت په سلو کې انجونې دي؛ حال دا، چې په ۲۰۰۲ کال د دې هېواد د زده کونکو شمېر یوازې نهه لکو ته رسیده؛ چې تقریباً ټول يې هلکان وو.

د متحده ایالاتو چارواکو ویلي، د بهرنیو چارو وزیرې میرمن کلنټن د شنبې په ورځ په کابل کې له ولسمشر کرزي سره په کتنه کې هم د افغان ښځو د حقونو پر مساله خبرې کړې دي.

هلري کلنټن له افغان ولسمشر سره په دې اړه خبرو کې ټنیګار کړی؛ چې د افغانستان ښځې د دې هېواد د راتلونکې په پروسه کې مهم رول لوبوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې په داسې حال کې د افغان ښځو د حقونو په خوندیتوب ټینګار کړی؛ چې د بشري حقونو او مدني ټولنو په وینا په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي اوس هم دوام لري او په ډیرو برخو کې يې حقونه تر پښو لاندې کیږي.
XS
SM
MD
LG