د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر کرزي د هند بهرنو چارو وزیر سره ولیدل





افغان ولس مشر حامد کرزي د هند د بهرنیو چارو له وزیر اېس اېم کریشنا سره وکتل.

په دې کتنه کې چې د ولسمشر په استوګنځي کې په توکیو ښار کې تر سره شوه، دواړو لوریو د توکیو کنفرانس په مو افقانه جوړېدو، د سولې د بهیر او د سیمې د هېوادونو تر منځ د اړیکو د ښه والي په اړه خبرې اترې وکړې.

د هند د بهرنیو چارو وزیر د توکیو کنفرانس په کاميابه انعقاد کرزي ته مبارکي وویله، ویې ویل چې د کنفرانس یو ځل بیا دا ثابته کړه چې افغانستان د نړیوالې ټولنې قوي ملاتړ له ځانه سره لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG