د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسله والو د غزني د څارنوالۍ رييس وواژه





سید شاه سقیم - مشال راډيو


چارواکي وايي ناڅرګندو وسله والو کسان نن د وشنبې په سهار د غزني ولايت د څارنوالۍ په رييس سحرګل وسله وال بريد کړی دی چې له امله يې دی په خپله وژل شوی او د پېښې په ځای کې يوه بله نجلۍ ټپي شوې ده .

د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي وايي څارنوال سحر ګل نن سهار له خپله کوره دفتر ته روان وو چې د غزني ښار اړوند په نو اباد سيمه کې پرې ناڅرګندو وسله وال بريد کړی دی.
دی وايي سحر ګل په بريد کې وژل شوی او د پېښې له ځای څخه يوه تېرېدونکې نجلۍ هم د وسله وال په ډزو کې ټپي شوې ده.

د ده په خبره سحر ګل په سر او سينه لګېدلی.

(( د غزني د څارنوالۍ رييس نن سهار له خپل کور څخه د کار دفتر ته روان وو چې په يو کمين کې ناستو وسله والو ورباندې بريد کړی دی. او په سر او سينه يې څو مرمۍ ويشتی دی. د بريد له امله د څارنوالۍ رييس وژل شوی او د پېښې په ځای کې د ښوونځي يوه زکوونکې چې ښوونځي ته روانه وه ټپي شوې ده .))

د غزني د ملکي روغتون رييس باز محمد همت هم وايي چې د څارنوال له مړي سره روغتون ته يوه ټپي نجلۍ هم ور وړل شوې ده.

همت د ټپي شوې نجلۍ روغتيايي حالت د ډاډ وړ بولي.

د پېښې مسوليت وسله وال طالبان مني. ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو وياند بولي وايي چې د څارنوالۍ پر رييس بريد د دوی ملګرو کړی دی.

د هېواد مرکز ته څېرمه غزني يو له نا ارامه ولايتونو څخه دی چې وخت نا وخته يې په مرکز کې هم وسله وال له وسلو له سره ګرځي.

څه موده وړاندې هم د دغه ولايت په مرکز کې په يو وسله وال بريد کې يو تن وژل شوی او يو بل ژوبل شوی وو .

XS
SM
MD
LG