د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ټوکیو کانفرانس کې د نړیوالو چارواکو څرګندونې




انیسه اجمل :
ـــــــــــــــــــــــــــ



د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن ویلي دي چې، د افغانستان مستقبل د دغه هیواد د اولس په لاسو کې دی او د افغانستان د امنیت اندازه به یوازې د جنګ له ختمیدو حخه نه ، بلکه د روزرګار او معاشي پرمختیا نه هم لګي.


نوموړي دا خبرې د جاپان په ښار ټوکیو کې د افغانستان په اړه د کیدونکي نړیوال کانفرانس په وخت کړي دي.

د دې غونډې پر مهال هیلري کلنټن وویل ،اوباما انتظامیه به د کانګرس نه وغواړي چې تر دوه زره اولسم کاله پورې له افغانستان سره د امریکا مرستي په هم هغه اندازه تصویب کړي لکه چي په تیرو وختونو کي يې کړي دي.

هیلري کلنټن وايي، ښکاره خبره ده چې افغانستان د خپل راتلونکي لپاره خپله ایجنډا لري چي دا رنګ اقتصادي اصلاحات وکړي ،درغلۍ له مینځه ویسي ،د قانون رول مضبوط کړی شي ،د دې تر څنګ د کاروبار او سرمایه کارۍ لپاره زمینه برابره کړی شي.


په دغه غونډه کې هیلري کلنټن د افغانستان له مشرانو څخه یو خواست دا هم وکړو چې د افغانستان په پر مختګ کې دې د ښځو رول لوړ کړي.

د جاپان په مرکز ټوکیو کې د افغانستان په اړه نړیوال کانفرانس نن پیل شوی چې د افغانستان ،د ملګرو ملتونو سر منشي او د شاوخوا هیوادونو او نړیوالو سازمانونو ، استازي پکې ګډون کوي.

د دی غونډي په پیل کي افغان ولسمشر حامد کرزيي وویل:
(( ټولو موجودو کسانو ته دا خبره کوم چې زه دا خبره منم، چې زمونږ د شراکت کاميابي په دې اساس کوي چې مونږ په خپل منځي توګه د دې جوګه شو چې يو بل ته مسوول يو او دارنګ خپل عمل ثابت کړو، نو دا شان په سختۍ سره ګټل شوې ستاسو د ټیکس ورکونکو پيسې به په اغيزناکه او ايماندارۍ سره مصرف کړی شي.

په دغه غونډه کې د ملګروملتونو سرمنشي بانکي مون وویل، چې له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته که په دې هېواد کې د مدني ټولنو ملاتړ ونشي په تیره یوه لسیزه کې لاس ته راوړنې به ضایع شي.
د ملګرو ملتونو سر منشي ټینګار وکړو چې هغوی د افغانستان بشري اړتیاوي او د دغه هیواد کډوال، باید هیر نه کړي .

نوموړي وايي موږ د افغانستان په تاریخ کي دا مهال په یوه حساسه پړاو باندي ولاړ یو، ځکه چې دغه هیواد په مرستو د تکیا کولو څخه د انتقال په لوري دی ،دغو مرستو د افغانستان ادارې د دې جوګه کړي چي دغه هیواد له خپل اولس تر مینځ اونړیوالو ملګرو سره خپلې اړیکې معمول ته راولي.

په ټوکیو کانفرنس کې تر شپیتو د زیاتو هیوادونو او نړيوالو سازمانونو استازي تر دوه زره پنځلسم کاله پورې له افغانستان سره ټول دشپاړس ملین ډالرو مرستي ژمنه کوي.

د جاپان د بهرنیو چارو وزیر کوي چیرو کیمبا هیله ښودلې چې ګډون کونکي به له افغانستان سره پخې ژمني وکړي.

په ټوکیو کي د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن د خپلې پاکستانۍ سیالې حنا رباني کهر سره هم لیدلي دي.
رایټرز خبري اژانس د هیلری کلنټن له خولې لیکي چي دوی هغه ترهګروشبکو ته د ماتې ورکولو په اړه خبرې وکړې چي د پاکستان او افغانستان استحکام يې د خطر سره مخ کړی دی.
XS
SM
MD
LG