د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه وايي :دافغانستان سره مرستې اړینې دي


په جاپان کې د ټوکیو د کانفرانس ګډون وال دعکس اخیستو پرمهال
په جاپان کې د ټوکیو د کانفرانس ګډون وال دعکس اخیستو پرمهال


مشال راډیو / ټوکیو

ـــــــــــــــــــــــــــــــــ


د جاپان په ټوکيو کې د افغانستان په اړه غونډه کې د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن ويلي چې، د ولسمشر اوباما حکومت به له کانګرسه وغواړي چې تر دوه زره اولسم میلادي کاله پورې له افغانستان سر د امريکا مرستې په هم هغه اندازه تصويب کړي لکه چې په تېرو وختونو کې يي چې کړي دي.


د جاپان په مرکز ټوکيو کې د افغانستان په اړه د نړيوال کنفرانس لومړنی پړاو پای ته رسېدلی دی.

دغه کانفرانس نن د افغان ولسمشر ، د ملګرو ملتونو سر منشي او د شا وخوا اويا هېوادونو او نړيوالو سازمانونو د استازو په ګډون پېل شو . د کانفرنس په پیل کې افغان ولسمشر حامد کرزي وویل :

(( ټولو موجودو کسانو ته دا خبره کوم چې زه دا خبره منم چې زمونږ د شراکت کاميابي په دې اساس کوي چې مونږ په خپل منځي توګه د دې جوګه شو ،چې يو بل ته مسوول يو، او دارنګ خپل عمل ثابت کړو، نو دا شان په سختۍ سره ګټل شوې ستاسو د ټیکس ورکونکو پيسې به په اغيزناکه او ايماندارۍ سره مصرف کړی شي. ))

له ټوکېو څخه د مشال ريډيو خبريال وايي چې کانفرنس ته د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کې مون ويلي چې له افغانستانه د ناټو ځواکونو د وتلو وروسته ،که د افغانستان د مدني ټولنې مناسب ملاتړ ونه شي نو دې هېواد لپاره په تېره يوه لسيزه کې ورکړل شوې قربانۍ به ضايع شي .

د ملګرو ملتونو سرمنشي همدا رنګه ټينګار کړی چې هغوی د افغانستان بشري اړتياوې او د دغه هېواد کډوال هېر نه کړي، او دغه رنګ د جينکو تعليم ، د هېواد په سياسي ژوند کې د ښځو ګډون او د مېرمنو او ماشومانو لپاره نور کارونه وکړی شي.

په ټوکېو کانفرانس کې د شبیتو نه د زياتو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو استازي تر دوه زره پنځلسم کاله پورې له افغانستان سره ټولټال د شپاړس ملياردو ډالرو مرستې ژمنه کوي.

افغان دولت هم هيله لري چې د ټوکيو په کنفرانس کې له خپلو نړيوالو اتحاديانو د اوږدې مودې لپاره مالي مرستې ترلاسه کړي کړي.
XS
SM
MD
LG