د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جلال اباد کې ښځو ته د میراث ورکولو په اړه غونډه



باز محمد عابد، مشال راډیو

جلال اباد - د امريکا د متحده ايالاتو پراختيايي ادارې یو ایس اې آی ډي په مرسته د ( لارا) پروګرام تر سيوري لاندې د افغانستان په جلال اباد کې د ښځو د ميراث او ملکيت د خونديتوب په خاطر يو سيمينار جوړ شوی وو.


دغه سيمينار ته د افغانستان په ختيز کې د څلورو ولايتونو کونړ، لغمان، نورستان او ننګرهار د ښځينه چارو ريسانې او د بشر د حقونو د کميسيون يو شمير استازي ور بلل شوي وو.

د یو ایس اې آی ډي د لارا پروګرام مسووله ليدا نادري وايي چې موږ د دغه پروګرام له لارې ښځو ته پوهاوی ورکوو چې کولای شي له خپل ملکيت او ميراثه برخمنې شي.

نوموړې وويل: ((دا غونډه د دې په خاطر جوړه شوې چې موږ د ښځو د اګاهۍ سطح لوړه کړو. دا ورته وښیو چې د دوی ملکيت او ميراث څه دی. زموږ يو وړانديز دا هم دی چې هغو ښځو ته چې ميراث نه ورکول کېږي، هغوی د ښځو وزارت، د کورنيو چارو وزارت او د بشري حقونو کميسيون ته ورشي. او د خپل حق غوښتونکې دې شي.))

د ننګرهار د ښځو چارو ريیسې انيسې عمراني دا سيمينار ځکه ګټور وباله چې په ننګرهار کې ښځې د ميراث له حقه بې برخې دي:

(( تر اوسه پورې په افغاني ټولنه کې ښځو خپل حقوق نه دي تر لاسه کړي. يا خو دوی له خپل حق او اسلام نه ناخبرې دي او يا هم زموږ ورونه د خويندو په حقونو سترګې پټوي. دا يوه مهمه مسله ده چې لارا مساعده کړې ده. الله تعالا چې په اسلام کې څنګه [سړیو] ته د ميراث حق ورکړی، ښځې ته يې دغه شان مساوي حق ورکړی دی.))

په ختيز کې د بشر د حقونو د خپلواک کميسيون مشر ډاکټر رفيع الله بيدار وايي، له ښځو سره تر تاو تريخوالي وروسته د ميراث نه ورکولو پېښې په دويمه درجه کې ورسره ثبت شوي دي:

((په لومړۍ درجه کې چې موږ ته کومې پېښې راځي هغه د ښځو پر وړاندې تاو تريخوالی دی او په دويمه درجه کې د ميراث او نفقې نه ورکولو پېښې له موږ سره ثبت شوې دي. د ميراث مسله بيا تنها ځمکه نه ده، دوکانونه هم دي، مارکيټونه هم دي چې په مهر کې ورته اچول کېږي خو کله چې يې غوښتنه وشي نه ورکول کېږي.))


د لغمان ولايت د ښځينه چارو رياست يو تن مسووله وايي، که د ښځو د عامه پوهاوي لپاره په لغمان کې هم دغه شان پروګرامونه جوړ شي ښه نتيجه به ولري.

((موږ غواړو چې دغه موسسه دې لغمان ته هم راشي او هلته دې هم ښځو ته عامه پوهاوی ورکړي چې خپل حقوق وپيژني. هلته ښځې د خپل مهر، نفقې او حقوقو نه نا خبره دي، موږ غواړو چې دغسې د پوهاوی پروګرامونه دې په لغمان کې هم پيل شي.))


ياده دې وي چې د افغانستان په لرې پرتو سيمو کې له پېړيو راهيسې ښځو ته په ملکيت کې برخه يا ميراث نه ورکول کېږي. او نه هم کومه خور يا لور دا جرات کولای شي چې له خپل پلار يا د کورنې له نورو غړو خپل حق وغواړي، تر دې چې په ډېرو سيمو کې ښځې دا شان غوښتنه خپل کسر شان ګڼي.
XS
SM
MD
LG