د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې له ۱۷ کالنې نجلۍ سر پرې کړل شوی


د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د يوې ۱۷ کالنې نجلۍ سر پرې کړی مړی میندل شوی.

دا پېښه د ننګرهار ولایت د خوګياڼیو ولسوالۍ د سرې کلا په سیمه د جولايي پر شپږمه نېټه شوې ده.

د خوګياڼیو ولسوال رسنيو ته ويلي چې د وژل شوې نجلۍ پيژندګلوي لا نه ده شوې. خو مړی يې د عامې روغتيا روغتون ته وړل شوی او پېښه تر څېړنې لاندې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ هم په کونړ ولايت کې له يوې ځوانې نجلۍ سر پرې کړل شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG