د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بې پیلوټه الوتکې حمله، ۲۱ وژل شوي



میرام شا - د پاکستان په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې لږ تر لږه ۲۱ کسان وژل شوي دي.


د پاکستان امنیتي او استخباراتي چارواکو د مشال راډیو خبریال ته ویلي چې لومړی برید تېره شپه د شمالي وزیرستان د دته خېل تحصیل په ځوی نرۍ نومي سیمه کې پر یو داسې کور وشو چې په کې وسله وال مېشت ول.

د دې چارواکو په خبره، په دې حملې کې نا مالوم شمېر وسله وال وژل شوي دي.

دوی وايي چې بې پیلوټه الوتکې لومړی دا کور په څلورو توغندیو وویشت او چې کله خلکو د وژل شويو مړي را ایستل، نو بې پیلوټه الوتکې پر دوه نور توغندي وتوغول.

چارواکي وايي، په دې حملې کې هم ځینې کسان ووژل شول.

چارواکي زیاتوي، په دې حملو کې وژل شوي زیاتره کسان وسله وال دي.

امریکايي چارواکي فکر کوي چې شمالي وزیرستان د القاعده او حقاني شبکې پیاوړی مرکز دی.

دا چارواکي وايي، له وزیرستانه وسله وال افغانستان ته اوړي او هلته پر بهرنیو پوځیانو حملې کوي.
XS
SM
MD
LG