د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر تورخم پوله د ناټو رسد لپاره تیارۍ نیول شوی دی




فرهاد شینواری

د سلاله چیک پوستې په پیښه د امریکا له خوا د بخښنې غوښتو وروستو پاکستان په افغانستان کې میشت ناټو ځواکونو د پاره د رسد وړو لارې خلاصې کړی دی، او له کراچۍ یو شمیر د سامانونو کنټینر د افغانستان په لوری روان شوی دی،خو د تیلو ټینکرې لا هم ولاړې دي، او په زرګونه ډرائیوران یې د روانولو په انتظار دی، دغه ګاډي به د چمن او تورخم په پوله افغانستان ته اوړی.

د تورخم په پوله د پاکستان کسټم چارواکو په وینا دوی ته لا تر دې دمه د ناټومال وړونکو ګاړو د پرېښودو سرکاري حکم نه دی شوی خو بیا هم دوی ورته خپلې تیارۍ مکملې کړی دي.


دوی وايي چې دلته به ورته ځای په ځای د کسټم چارواکی او سپایان ولاړ وي او د ټریفک او امنیت چارې به یې پولیټیکل چارواکی سنبالوی.

په دې اړه په تورخم پوله د کسټم اسسټنټ کلکټر اسفندیار مشال ریډیو ته وايي، ((چې څه وخت هم دا ګاړۍ راورسي نو موږ به یې پرېږدو، او په تورخم پوله به یې وراړوو، ما ورته د کسټم عمله بیله کړې ده او دوی به یې سنبالوی، او چې د تخته بیګ نه څومره ګاړۍ د ورځې راځی نو موږ به یې زر نه زر کلئیر کوو او په تورخم به نه ایساریږی))

د ناټو ځواکونو له پاره سامانونه وړونکې یوې لاجسټک کمپنۍ کارکونکی عبدالمالک وایي چې(( چارواکو له پکار دی چې د خیبر درې دا خراب سرکونه ورته جوړ کړي،او دې ګاډو ته سیکیورټی هم ورکړي،او له دې سره به د دوی روزګار یو ځل بیا روان شی))

په تورخم پوله یو سوداګر ایمل خان وایي، (( د ناټو رسد خلاصیدو سره به د دغه سیمې سوداګرو ته ډیره فایده وشي،او د پاکستان او افغانستان ترمینځ به امپورټ ایکسپورټ هم ورسره زیات شی))

د خیبر سیمې یو اوسیدونکۍ ساجدخان بیا وایې چې(( د ناټو دغه کاروانونه چې د دوی سیمې نه به تیریږی د تیر په څیر به پرې یو ځل بیا د وسلوالو له خوا بریدونه کیږی او عامو خلکو ته به هم پکې مالي او ځاني زیانونه اوړي، او باید په دې کلیو او بازارونو دې دغه کاروانونه نه تیریږی او کومې نورې لارې دې ورته ولټوي))




XS
SM
MD
LG