د مشال راډيو د خبر مرکزي څانګې راپور
احمد شاه اعظمي
په ملګرو ملتونو کې د وسلو د نړيوال تجارت د لوظنامې په اړه خبرې اترې تر هغه وروسته وځنډېدلې کله چې د فلسطين پلاوي ته د څارګر د حيثيت ورکولو پر سر اختلافات رامنځ ته شول. په دې اړه راپور ليکلی چې احمد شاه اعظمي يې درته اوروي.
د وسلو د نړيوال تجارت د لوظنامې په کانفرنس کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون خپله پرانستونکې وينا منسوخه کړه او په دې اړه خبرې اترې د نهي تر سهاره وځنډول شوې. د راپورونو سره سم د اسراييل وينا وه چې که چيري فلسطين د کانفرنس رسميت تر لاسه کوي نو دوی به په خبرو اترو کې برخه وانخلي. له پلان سره سم دا خبرې اترې به د جولای تر ۲۷مي نېټې پوري دوام ولري.
د ملګرو ملتونو زياتره غړي هيوادونه د ۶۰ اربه ډالرو په ارزښت د وسلو د نړيوال تجارت د لوظنامې ملاتړ کوي خو د دې د څرنګوالي په اړه د ځينو هيوادونو تر منځ لږ اختلافات شته.
په امريکا کې د نړيوالو وسلو د کنټرول کمپاين چلونکې ادارې کنټرول آرمز کمپېن مشر جېف ابرامسن د مشال راډيو مرکزي څانګې ته وويل چې د دې کانفرنس مقصد د دده په وينا له بېلا بيلو ټوټو څخه جوړ د داسي بړستن په ښه توګه په کار راوستل دی چې پخوا په آساني سره د پامه غورځول کېدی.
((د لوظنامې مهم ټکی د هيوادونو لپاره د يو داسي نظام ټاکل دي چې دوی يې د وسلو د تجارت پر وخت په کار راولي. لکه بشري حقوق، نړيوال انساني قانون، ټولنېز اقتصادي پرمختګ، او دا به هم څېړل کيږي چې د وسلو يو خاص لېږد خو به د قوانينو په ماتولو کې خطر نه وي، که چيري داسي وي نو بيا به تجارت نه کيږي.))
د دې لوظنامې د منظورۍ لپاره د ټولو غړو هيوادونو يوه خوله کېدل شرط دي. خو د بښنې په نړيواله اداره کې د وسلو د نړيوال کنټرول او بشري حقونو تنظيمونکی براين ووډ تېره اونۍ خبريالانو ته وويل چې که چيري روانه مياشت پر لوظنامه اتفاق و نه شو نو بيا به د دې لوظنامې د ملاتړ کوونکو هيوادونو لخوا دغه کېس د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ ۱۹۳ هيوادونو ته وړل کيږي چيري چې به په درو کې د دوو برخو په اکثريت رايو سره تر منظورۍ وروسته عملي کيږي.
بريتانيه، فرانس، جرمني او سويډن په يوه ګډه خبرې غونډه کې د وسلو تجارت د انسانيت لپاره يو زياتېدونکی ګواښ بللی او د هيوادونو لخوا يې پر عملي کېدونکې قانوني لوظنامې ټينګار کړی دی.
امريکا په نړۍ کې د وسلو خرڅولو تر ټولو لوی هيواد دی چې بريتانيه، چين، فرانس، جرمني او روس ورپسې دي.