د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان آینده انتخابات په کمپویټري لسټونو کېږي


د جمعیت العلما اسلام مشر مولانا فضل الرحمن ووټ اچوي.
د جمعیت العلما اسلام مشر مولانا فضل الرحمن ووټ اچوي.




رياض موسه خېل

اسلام آباد


د پاکستان د ټولټاکنو کميسون وايي چې راتلونکې ټولټاکنې تر د نویو کمپيوټري لسټونو له مخې کوي او په دې لړ کې د نوم لېکنې کار روان دې.

د ټولټاکنو کميسون وياند الطاف احمد د وېنا سره سم د چيف الېکشن کمشنر خواهش دی او د جمهوريت د ودې له پاره هم دا ډېره ضروري ده چې له انتخابي فهرستونو جعلي ووټونه واېستل شي.

له مشال رېډيو سره په خبرو کې نوموړي وويل تر دې دمه په خيبر پښتونخوا کې يو کروړ څه کم دولس لکه او په قبائلي سيمو کې خواوشاه شپاړلس لکه خلقو په انتخاباتي فهرستونو خپل نومونه اچولي دي.

د راتلونکې ټولټاکنو په اړه د الطاف احمد وېنا وه چې دا به د نويو کمپيوټري شناختي کارډونو له مخې کېږي او ددې تر څنګ اوسنۍ ضمني ټولټاکنې به هم په دغه نویو شناختي کارډونو کېږي.

د نوموړي په خبره هر څوک خپله رایه ( ووټ) په خپل موبایل کتلای شي چې د خپل شناختي کارډ نمبر په اته درې صفر صفر اولېږي نو په ځواب کې به هغه ته د د رایوو اچولو مرکز او علاقه وښودل شي.

له مشال رېډيو سره په خبرو کې ځینو ځوانانو د نويو کمپيوټري فهرستونو ستاینه وکړه او وايي چې دوی خپل ووټ په موبائل معلوم کړی دی. د دوي وېنا وه چې له دې وړاندې یې ووټ نه وو خو اوس یې د نوم اندراج شوی دی او په راتلونکو ټولټاکنو کې به په خپلې رایې ورکوي.

خو هغه کسان چې تر دې دمه یې په نوي فهرست کې له نوم لېکنې پاتې دی آيا هغوي اوس خپل اندراج کولای شي.؟ په دې اړه الطاف احمد وويل چې که هرڅوک له نوم لېکنې پاته وي نوهغوی دې په خپله ضلع کې انتخاباتي دفتر ته ورشي او هلته دې خپل نومو واچوي.

د قانوني او سياسي چارو کارپوه اکبر هوتي وايي د نویو کمپویټري لسټونو سره به دده په خبره یو خوا د جعلي ووټونو مخه ونیول شي او بل دا چې ګن خلک به په انتخاباتو کې ووټونه واچوي. چې دا د جکهوریت له پاره ښه زیرۍ ثابیتېدای شي.

د ټولټاکنو د کمېسون وياند الېاف احمد زياته کړه چې د ووټونو اچولو په يو نوې طريقه هم کار کوي چې ورسره به په پاڼه د مهر لګولو او ووټ اچولو رواج ختم شي او خلک به په کمپېوټري مشين خپل ووټونه اچوي خو د هغه په خبره په دې به لا وخت لګېږي.

XS
SM
MD
LG