د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا و پاکستان د اړیکو سمولو لپاره هڅې کوي


په افغانستان کي د امریکا په مشرۍ د نیټو ځواکونو مشر جنرل جان الن د پاکستاني پوځ مشر جنرل اشفاق پرويز کیاني
په افغانستان کي د امریکا په مشرۍ د نیټو ځواکونو مشر جنرل جان الن د پاکستاني پوځ مشر جنرل اشفاق پرويز کیاني



په افغانستان کي د امریکا په مشرۍ کې د نیټو ځواکونو مشر جنرل جان الن پرون اسلام آباد کي د پاکستاني پوځ مشر جنرل اشفاق پرويز کیاني او نورو پاکستاني چارواکو سره لیده کاته کړي دي.


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، له امریکا سره د نیټو سپلايي بهالولو په باب خبرې اترې روانې دي خو لا حتمي نتيجو ته نه دي رسیدلي .

د خارجه دفتر وياند معظم علي خان مشال ریډیو ته وویل دواړه هیوادونه غواړي ټولې مسلې په خبرو هواري کړي.

(( په ټولو مسلو مو خبرې کړي دي، خو لا څه نتیجې ته نه یو رسیدلي، او دواړه ملکونه غواړي چې څومره ژر وي، تعلقات خپل عادي حالت ته راولي، مثبت پرمختګ روان دی، خو په حتمي توګه څه نشو ویلي))

په دغه خبرو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کر، د خزانې وزير حفيظ شېخ ، د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر تامس نایډز او په پاکستان کې د امریکا سفیر کېمرون منټر هم ګډون وکړو.


د تېرې اونۍ په وروستیو کې د امريکا دفاع وزير ليون پانیټا په واشنګټن کې د پينټاګون له خبريالانو سره په خبرو کې که څه هم ومنله چې د ناټو د اکمالاتو په باب له پاکستان سره خبرې يې پېچلې دي، خو د دواړو خواوو تر مينځ د خبرو د لړۍ دوام يې هيله بښونکی وباله.

ده وویل: ((ښه خبر دا دی چې د پاکستان د لارو د بيرته پرانېستلو په هکله خبرې اترې به جاري واوسيږي. اوس هم لا ځينې کړکېچنې مسالې شته دي، چې د حل کولو له پاره يې بايد کوښښ وشي. خو زما په نيز دا مهال مهمه خبره دا ده چې دواړه خواوي په يو ښه نيت سره کار وکړي، چې وګوري يو حل ورته را اېستلای شي او که څنګه.))

نوموړي په داسې حال کې له پاکستان سره په خبرو کې د پرمختګ له امله هيله ښودلې چې ویل کېږي د ناټو د اکمالاتو پر وړاندې د دې هېواد د لارو د دوامدار بندېز له کبله د امريکا او پاکستان اړيکې د خطر تر بريده خراب شوي دي.

پاکستان د مومندو په سلاله چيک پوسټ شوي د تېرې نومبر مياشت د ناټو د هوايي بريد په ځواب کې، چې ۲۴ پاکستاني عسکر پکې ووژل شول، په افغانستان کې مېشت د دې سازمان د ځواکونو پر وړاندې خپلې اکمالاتي لارې وتړلې.

ناټو دا مهال په ياد هېواد کې د خپلو ځواکونو د اړتياوو پوره کولو له پاره د روسيې او منځنۍ آسيا د هېوادونو لارې کاروي، چې د امريکا د پوځي چارواکو په خبره، دغه انتخاب ورته د پاکستان د لارو په مقابل کې درې برابره ګران تمامېږي.

امريکايی چارواکو تېره مياشت وانګيرله چې ګوندې ناټو ته د پاکستان د لارو د بيرته ورکولو په اړه د دې هېواد له چارواکو سره يوې موافقې ته نږدې شوي، خو داسې هيڅ اعلان و نه شو او واشنګټن خپل معامله کوونکي له اسلام اباد څخه وطن ته بيرته وغوښتل.

د راپورونو پر اساس، د دغو خبرو د ناکامۍ غټ لامل د پاکستان په خپل هغه زوړ دريځ ټينګار دی چې وايي امريکا دې د مومندو د پېښې له پاره رسمي بخښنه وغواړي.

امريکا په يادې پېښې خواشيني خو ښکاره کړې، خو ویل کېږي چې بښنې غوښتلو ته يې لا هم زړه نه دی ښه کړی.

XS
SM
MD
LG