د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د تیلو او ګیسو نرخونه نور هم ټیټ شول



د پاکستان د تېلو او ګيس د نظم ادارې اوګره د پېټرولو او ګيس نرخونه ټيټ کړيدي .


د اوګرا لخوا تېره ورځ جاري شوي نوټيفيکشن له مخې د پټرولو يو ليټر تېلو په نرخ کې پنځه روپۍ دوه پيسې ، د ډيزلو په نرخ کې دوه روپۍ اته څلويښت پېسې او د خارو تېلو په نرخ کې دوه روپۍ او څلور پېسې کمې شوې .

همدې کمي سره د پټرولو د يو ليټر نوی قيمت څلور اتيا روپۍ او يو کم پنځوس پيسو ته راپرېوتې ، د ډيزلو د يو ليټر قيمت اووه نوي روپۍ او يویشت پېسو ته او د خاورو تېلو نرخ شپږ اتيا روپۍ او پنځويشت پيسو ته راپريوتی ، په خيبر پښتوخوا کې د سي اين جې يا کمپرس نېچرل ګيس د يوه کلو په نرخ کې څلور روپۍ او نهه پیسې کموالی شوی دی .

يا ده دې وي په تېریو مياشت کې د ادويم ځل دی چې د پاکستان حکومت د تيلو او پټرولو په نرځ کې کمی کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG