د لاسرسي ځای

تازه خبر

ماشومانو ته به د ګوزڼ واکسین ستنې لګول کېږي



نیازموساخېل،کوټه

په بلوچستان کې د ګوزڼ څاڅکې ورکولو ادارې ویلي، دوی په راتلونکې نږدې موده کې ماشومانو ته د ستنو له لارې د ګوزڼ څاڅکې ورکولو پریکړه کړې او په اول سر کې به د صوبې په ضلع پشین کې عملي کوي.


یاده اداره وایي،د دې ګام موخه دا ده چې د ستنو په اړه خلک مثبته فکر لري او کیدای شي،دوی په دغه طریقه له ګوزڼ څاڅکې ورکولو څخه انکاري خلک آماده کړي.

د بلوچستان د ګوزڼ څاڅکې ورکولو ادارې یا اي-پي-آی دویم مشر ډاکټر محمد اسحاق پانیزي له مشال سره د خبرو پرمهال وویل،چې مخکې (لا هم تر دې وختي)به د ګوزڼ څاڅکې ماشوم ته په خوله کې ورکول کیدل،خو د پاکستان حکومت او له دوی سره مرسته کوونکو نړیوالو خیریه ادارو پریکړه کړې چې اوس به ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین د څاڅکو پر په ځای ستن یا پېچکاري ورکول کېږي.

ډاکټر محمد اسحاق پانیزي زیاته کړه،په لومړی سر کې دوی د بلوچستان له ضلع پشینه دغه پروګرام پېلوي او وروسته به یې تر نورو سیمو د غزولو لپاره پلان ترتیب شي٫٫د راروانې روزې میاشتې څخه مخکې به موږ په پښین ضلع کې دغه تجربه وکړو او وروسته به بیا مخته فکر کوو.٬٬

هلته دسیمې یو ځایي اوسېدونکی،عبدالله خان هم د ګوزڼ ادارې دغه هڅه ګټوره بولي.دی وایي،په خلکو کې د ستنو په اړه مثبته فکر شتون لري او کیدی شي،خلک دغه عمل په ذهني توګه ژر قبول کړي٫٫خلک د ګوزڼ له څاڅکې بیخې زیات ویریږي.دوي فکر کوي چې له دغه به د دوی ماشومانو ته څه جسماني تاوانونه ورسیږي،خو اوس کیدای شي،د ستنو په اړه د دوي په فکر کې بدلون راشي.دلته زیاتره خلک په عام توګه ستن ته په ښه سترګه ګوري او دا د ناروغیو د درملنې یوه لویه ذریعه بولي.٬٬

خو دا چې ځینې خلک بیا ماشومانو ته په دې ستنې نه ورلګوي چې له دې د دوی بچیانو ته درد او تکلیف رسیږي،نو ایا دغه اړخ خو به د ګوزڼ پر دغه نوي پروګرام څه اغیز نه واچوي؟ډاکټر محمد اسحاق پانیزیي د پوښتنې په ځواب کې وویل٫٫په خلکو کې یو عام فکر دی چې دوی د نورو دوایانو په پرتله له ستنو ژر جوړیږي او دوی چې کله هم ناروغه شي،هڅه یې دا وي چې ستن هرو مرو ورته ولګیږي.نو دغه سوچ او فکر موږ دې ته هڅولې یو چې د ګوزڼ واکسین د څاڅکې پر ځای په ستن ورکړو.امکان دا دی چې دغه ګام به ګټې را وړي او د خلکو ذهنونه به بدل کړي٬٬

یاده دي وي،د صحت محکمې د یو راپور له مخې،بلوچستان صوبه د ګوزڼ له ناروغۍ،یو له زیاتو اغیزمنو سیمو ده او دلته یواځي تر پروسږ کال،۲۰۱۱م پورې په ټول مُلک کې د ګوزڼ تر ټولو زیات ناروغان وو.
XS
SM
MD
LG