د لاسرسي ځای

تازه خبر

په قبایلي سیمو کې د جرګې او ملکانو نظام ښه دی؟




پراګ - د پاکستان په قبایلي سیمو کې له مودې راهیسې د قامي مشرانو او ملکانو وژنې روانې دي.


ليکواله او د قبایلي چارو کارپوهه فرحت تاج وايي، له ۲۰۰۳ز کال راهيسې د طالبانو ضد مبارزه کونکي قبايلي مشران وژل کېږي.

د نوموړې په خبره فاروق يار ګل خېل وړومبی قبايلي مشر وو چې په خفيه توګه وژل شو او دا رنګ تر دې دمه يوازې څه باندې ۶۰۰ قبايلي مشران په وزيرستان کې وژل شوي.

که يو خوا قبايلي مشران ووژل شول نو بلخوا د کارپوه خادم حسین په خبره جرګه نظام هم طالبانو ختم کړ.

پوښتنه دا را پورته کېږي چې ايا د جرګې او ملکۍ دغه نظام بيا پر حاله کړل شي او که نه؟

هلته د وزیرستان یو اوسېدونکی او د پېښور پوهنتون د قانون پوهنځي زده کوونکی همایون خان وزیر وايي، د جرګې او ملکۍ نظام ښه دی خو په دې کې بدلون ته اړتیا ده.

د جرګې او ملکۍ په نظام د چارو د کار پوهانو او د قبایلي سیمو اوسېدونکو د نظر او دریځ په اړه رپورټ د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

رپورټ اسرار عالم مومند جوړ کړی دی.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:49 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG