د لاسرسي ځای

تازه خبر

پارلېمان ته د کرزي وینا، د مثبت میراث پېښودو هڅه



ژباړه: پامیر ساحل، مشال راډیو

سرچینه: فنانشل ټایمز

فنانشل ټایمز ورځپاڼه لیکي، د افغانستان په اړه تر یوه نړیوال کنفرانس مخکې چې د دې هیواد له پاره د اربونو امریکايي ډالرو مرستو غونډولو په موخه جوړېږي، افغان ولسمشر حامد کرزي د پنجشنبې پر ورځ پارلېمان ته د وینا پر مهال پر حکومت ټینګار وکړ چې د اداري فساد پر ضد مبارزه سخته کړي. اداري فساد له کالونو راهیسې د نوموړي د حکومت باور ته زیان رسولای دی.


ورځپاڼه لیکي، د کرزي وینا ښکاري داسې لکه د هغه نظر بدلولو یوه هڅه وه چې د ده د حکومت په اړه موجود دی او ویل کېږي چې دا حکومت د امریکا او ناټو لخوا د اربونو ډالرو د سم استعمال توان نه لري.

پیسې ورکوونکو هیوادونو مخکې لویه ژمنتیا ښودلې چې مرسته به په دې شرط کوي چې په افغانستان کې د حکومت دارۍ نظام پرمختګ وکړي او ښه شي.

ورځپاڼه لیکي، د کرزي حکومت چې د اقربا پرورۍ د تورونو پر وړاندې لږ کار کړی دی او اکثر یې هغو امریکايي شرکتونو تور پورې کړی چې په افغانستان کې کار کوي.

ورځپاڼه زیاتوي، د کرزي وینا ته شنونکو په دوه نظرونو کتلي، ځینې دا فکر کوي چې کرزی غواړي د خپلې دورې پای ته تر رسېدو وروسته مثبت میراث پرېږدي. ځینې بیا دا فکر کوي چې کرزي هڅه وکړه چې د ټوکیو په کنفرانس کې د خپل هیواد له پاره زیاتې پیسې وغواړي.
XS
SM
MD
LG