د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د کابل قرغې برید غندلی دی



کابل - امریکا د افغانستان د کابل ښار ته نېژدې د قرغې د تفریح په ځای کې پر سپوږمۍ هوټل د وسله والو برید غندلی دی .


دا په افغانستان کې پر ولسي خلکو، په تېره پر ماشومانو او ښځو وروستی تر ټولو مرګونی برید و.

په کابل کې د امریکا د سفارت له خوا په دې اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې د برمته شوو کسانو د ژغورني لپاره د افغان امنیتي ځواکونو د هڅو ستاینه شوې ده .

رپورټونه وايي، په دې پېښه کې افغان ځواکونو او د هوټل ساتونکیو خپل ژوند له خطر سره مخامخ کړی وو او د هوټل مېلمانه او ولسي کسان یې چې ماشومان او ښځې په کې وو، وژغورل.

افغان چارواکي وايي، د طالبانو په دې برید کې چې د جمعې په شپه پیل شو او ۱۲ ساعته یې دوام وکړ لږ تر لږه ۲۰ تنه وژل شوي دي.

طالبانو د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.
XS
SM
MD
LG