د لاسرسي ځای

تازه خبر

بمي چاودنې د ځواني مرګ مسلم ارمانونه هم خاورې کړل


د لواړګي تحصیل۱۷ کلن مسلم خان چې په بمي چاودنه کې ووژل
د لواړګي تحصیل۱۷ کلن مسلم خان چې په بمي چاودنه کې ووژل


فرهاد شینواری - خیبر ایجنسۍ

د خیبر قبایلی سیمې د لواړګي تحصیل اوولس کلن مسلم خان د لوړو زده کړو او انجنیر جوړیدو ارمان پوره نه شو، نوموړي په دا وروستو کې د لسم جومات امتحان په اول ډویژن پاس کړی وو.

هغه په دې لټه کې وو چې په یوه ښه کالج کې داخله واخلي چې د خپلو لوړو زدکړو لپاره تیاري وکړي، خو د هغه دغه ارمانونه د تیر خالی په ورځ په لواړګی بازار کې یوې بمي چادونې د تل له پاره د اور په لمبو وسوځول.هاغې چاودنې د خپلې کورنۍ نازولی مسلم خان واخیست، د هغه کورنۍ او ملګري یې غمژن پریښودل.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د هغه د وړوکوالي ملګري علي شینواري وویل، ((موږ په دې ورځ یو ځای په بازار کې د میوو اخیستو له پاره روان وو چې په دې کې یوه زوروره چاودنه وشوه، زما اوږه هم معمولي ولګیده خو مسلم خان په سر لګیدلی وو،او هم دا رنګه د ټول عمر له پاره له یوه خواږه ملګري محرومه شوم،او ډېر ورپسې خفه یم))


د خیبر د لواړګي سیمې په یوه حجره کې ځایي خلک د مسلم خان فاتحې ته ناست دي.
د خیبر د لواړګي سیمې په یوه حجره کې ځایي خلک د مسلم خان فاتحې ته ناست دي.
علي شنواری وايي، مسلم خان د فټ بال لوبه ډیره خوښه وه،او د لسم جمات نتیجو نه پس یې غوښتل چې په ورسک کیډټ کالج کې د داخلې د پاره ټیسټ ورکړی،او دې د پاره یې فارمونه هم راوړی وو،خو دغه د داخلې ارمان یې نیمګړۍ پاتې شو.


د مسلم خان د سکول یو استاذ عبدالله شاه وایي،” هغه ډېر ښه اخلاق لرل، په سکول کې به له هر چا سره ډیره ښه طریقه ملاویدو،او د سکول ټول زده کونکي او استاذان پرې ډیر خفه دي“

د هغه یو ګاونډی میرویس وایي،” مسلم خان ډیر ښه هلک وو،او په مرګ یې د ده مور پلار،د کلی خلک او خپل خپلوان ډیر غمژن دي.٬٬

یاده دې وې چې د تیر خالی په ورځ د خیبر ایجنسۍ په لواړګي بازار کې د زخه خیلو په اډه کې یوه زورداره بمی چاودنه شوې وه چې د اوولس کلن مسلم خان په ګډون پکې ۲۶ پښتانه ولسی وګړی وژل شوی وو او څه باندې ۸۰ کسان پکې ژوبل شوي وو.
XS
SM
MD
LG