د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان په غزني کې د خلکو کورونه سوځوي



وسله والو طالبانو د غزني په ځينو سيمو کې د عامو وګړو د کورونو په سوځولو پيل کړی دی. طالبانو له هغه وروسته د کورونو سوځولو ته ملا تړلې ده چې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې يې پر ضد ولسي پاڅون پيل شو. تر دې وړاندې طالبانو تر خپل واک لاندې سيمو کې هغه قومي مخور هم وژلي وو چې د ولسي پاڅون د حمايه کوونکيو شک يې پرې کېده.


د سيمې اوسېدونکي ادعا کوي چې وسله وال طالبان د خلکو کورونو ته تر ور ننوتو وروسته ښځې او ماشومان وهي ډبوي، سپين ږيري يې له کلي شړي او په کور يې تر تېل پاشلو وروسته اور پورې کوي.

د غزني د ولسي پاڅون استازی عبيدالله پاڅون وايي چې تر اوسه پورې طالبانو د اندړو په دوو کليو کې دوه کورونه په بشپړه توګه سوځولي دي.

دی وايي طالبانو د قدم خېلو په کلي کې د سيمې د يو اوسېدونکي له کوره تر سوځولو مخکې هغه سامانانو له ځان سره وړي چې خوښ شوي يې وو او پاتې نورو ته يې اور اچولی دی. چې پکې څو مذهبې نسخې هم سوځېدلې دي.

د ده په خبره هغه سامانونه چې طالبانو له ځان سره وړي دي د کور خاوند د خپلې لور د واده له پاره اخيستي وو .

(( د قدم خېلو په کلي کې د ولي محمد په نامه د يو ولسي سړي کورته طالبانو اور اچولی دی. درې قران کريمونه پکې وسوځېدل چې زه به يې وروسته بيآ تاسي ته درښکاره هم کړم. اول يې کور ته ماينونه کېښودل او بيا يې اور ور واچوو. طالبانو له سوځېدلي کور څخه هغه سامان هم په بشپړه توګه وړی دی چې ولي محمد د خپلې لور د واده د پاره اخيستی وو ))

پاڅون زياتوي چې په ياده سيمه کې طالبانو څو ساعته مخکې هم يو کور ته اور اچولی دی چې دی يې اوس هم لمبې ويني.

دی وايي طالبانو د کور مېرمنې او ماشومان وهلي او له کوره يې شړلي دي.

(( د دغه بل سوځېدلي کور ماشومانو او ښځو چيغې وهلې او په کلي کې يې منډې وهلې. طالبان راغلل هغه ښځي او ماشومان يې په کنداغونو وهلي دي او د کور بامونو ته ختلي دي، د کورسامانونو يې را غونډ کړي پټرول يې ورباندې پاشلي او اور يې ور اچولی دی. دروازه يې ويشتې او اوس هاغه دی په ټول کور سرې لمبې تاوېږي ))

خو بله خوا بيا طالبان دا ردوي چې ګواکې دوی دي د چا کورونو ته اور اچولی وي.

ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو وياند بولي وايي چې اربکيانو د ځينو کورونو پر بامونو د دوی پر ضد پوستې جوړې کړې دي او کېدای شي چې د جګړې پر مهال هغه کورونه سوځول شوي وي خو داسې مالومات لا نه لري چې ملګرو دي يې د چا کور ته له کسته اور اچولی وي.

د اندړو ولسوالۍ ځينو اوسېدونکيو څو ورځې وړاندې هم مشال راډيو ته ويلې وو چې په کليو کې يې وسله وال طالبان هغه قومي مخور هم وژني چې د ولسي پاڅون د حمايه کوونکي شک يې پرې راځي.

دوی ادعا کوله چې تر اوسه پورې وسله والو په سيمه کې پېنځلس تنه سپين ږيري وژلي او بيا يې څوک د جنازې ادا کولو ته هم نه پرېږدي.
XS
SM
MD
LG