د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار بریدونه: افغان سربازان او وسله وال ووژل شو





په کندهار کې نن سهار د شپږو او اوو بجو په مینځ کې دافغان او ایساف ځواکونو پر دو جلا جلا مرکزونو ۱۱ وسلوالو طالبانو ډله یز بریدونه وکړل .



لومړی څلورو وسلوالو طالبانو د پولیس په درېشي د کندهار په زاړه ښار کې دپولیسو پر یوې پوستې حمله وکړه چې ددغه ولایت د والي ویاند جاوید فیصل په خبره څلور برید کوونکې او درې پولیس وژل شوي او ۷ پولیس ټپیان دي دي .

جاوید فیصل له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې دکندهار په شاولي کوټ ولسوالۍ کې دایساف ځواکونو پر یوه نظامي مرکز اوو وسلوالو برید کړی .

(( سهار مهال اووه تنه وسله والو برید کړی چې زموږ دراپورونو له مخې ټول بریدګر وژل شوي دي. لومړی داسی ویل کیده چي په دې حمله کې یو دایساف مرستندوی هم وژل شوی دی ))
بلخوا د دولت وسلوالو مخالفینو ددغه حملو مسوولیت په غاړه اخستی. د هغوی ویاند قاري یوسف احمدي د افغان او بهرنیو سرتېرو شمېر زیات ښيي.

د يو بل خبر له مخې بيآ د هلمند ولايت په موسی کلا ولسوالۍ کې د سړک پر غاړه د يو ځای پر ځای شوي ماين د چاودېدو له امله اته تنه عام وګړي وژل شوي او پېنځه نور ژوبل دي .
د کورنيو چارو له وزارت څخه په خپره شوې يوه خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې په مړو ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي .
تر اوسه پورې د دغې مسوليت کومې ډلې نه دی منلی.
XS
SM
MD
LG