د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قباييلي سیمو پارليماني غړي ګيله مند دي




ریاض ګل - مشال راډيو

د قبایلي سيمو سره تعلق لرونکي د پاکستان د قامي اسمبلۍ او سېنټ غړي وايي چې دوي په پارليمان کې د خپلو خلکو نمائندګي کوي خو بدمرغي دا ده چې حکومت د دغه قبایلو په باب د فيصلو په وخت له هغوی سره هیڅ سلا مشوره نه کوي.


له مشال رېډيو سره په خبرو کې د خېبراېجنسۍ د قامي اسمبلۍ غړی نورالحق قادري وویل چې د پوځي آپرېشنو او ډرون برېدونو په اړه دوی کله هم په اعتماد کې نه دي اخستل شوي.

ده زياته کړه چې داسې فيصلو کې پخپله حکومت هم بې وسه وي بلکه دا پرېکړې په پنډۍ کې کېږي.

دغه رنګ د شمالي وزيرستان سره تعلق لرونکي د سېنټ غړي مولانا صالح شاه وويل چې هر څو که د قبائلو منتخب نمائندګانو ته د کلني پرمختيايي کارونو لپاره فنډونه ورکول کېږي خو په نورو چارو لکه پوځي کاروايي، امنيتي هلو ځلو، د کډوالو صورتحال او واپسۍ، ډرون بريدونو د پاليسۍ او دغه رنګ نورو چارو نه دوی بلکل بې خبره وي او څوک ترې تپوس نه کوي.
خو بل طرفته د باجوړ اېجنسۍ نه د قامي اسمبلۍ غړی اخوند زاده چټان بيا داخبره ردوي او وايي چې د پارليمان د پرېکړو په وخت ټول غړي په اعتماد کې اخستل شوې وي او که چاته څه اعتراض وي نو بايد چې په ايوان کې په هغې بحث وکړي.

دده وينا وه چې سپيکر نشي کولای چې د هر يو غړي نه ځان ځان ته تپوس وکړي نو ځکه د هرې ډلې پارليماني ليډر وي او د فاټا له پاره منېر اورکزی دا کار ترسره کوي، بايد چې هغه د يوې پرېکړې نه وړاندې روستو ټول قبایلي غړي په اعتماد کې واخلي.
XS
SM
MD
LG