د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ګوزڼ ناروغي د ځنګله داور غوندې خوریږي


له نیویارک ټایمز څخه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دنجیب عامر ژباړه


نیو یارک ټایمز لیکي ، یوازې څلور میاشتې وړاندې ، په نړۍ کې د خوښۍ دا خبر خپورشو چې هندوستان د تیر یو کال په موده کې د ګوزڼ ( پولیو ) یو نوی کیس هم نه دی څارلی. نو په دې توګه په نړۍ کې درې هیوادونه چې پولیو پکې لاهم په زیات شمیر کې موجوده ده پاکستان ، نایجیریا او افغانستان پاتې شول.


دصحت د نړیوالې ادارې مامورین وايي په نایجیریا او افغانستان کې د پولیو بیماري مخ په خوریدو ده. نوموړې اداره وايي د بودیجې د کمبوت له امله د نړۍ په څلیریشتو هیوادونو کې د پولیو خلاف کمپاین متاثره کیږي.

د احصایو ترمخې په نایجیریا کې د دوه زره دولسم په لومړیو پنځو میاشتو کې د پولیو اته دیرش کیسونه مخې ته راغلي، په افغانستان کې دا شمیره د درېوو نه اوو ته پورته شوې او په پاکستان کې بیا د درې څلویښتو نه اتلسو ته کوزه شوې ده.




دپولیو وایروس ماشومانو ته دککړو اوبو نه لګیږي ، تر حملې وروسته ماشومان یا معذوره کیږي او یا هم مړه کیږي، او دا حمله په دې هم خطرناکه ده چې ترڅو چاته نه وي لګیدلي پته یې نه لګیږي.

دپاکستان په شمال لویدیځ کې دیارلس کلنه فریحه د ګوزڼ په رنځ اخته ده، هغه د یو کاریګر لور ده، او د پیدایش نه شپږ میاشتې وروسته ورته دا بیماري لګیدلې وه.

نیو یارک تایمز لیکي د پولیو ټول نوي کیسونه د پاکستان په شمال لویدیځه سیمه کې مخې ته راځي چیرته چې د وسله والو د ممانعت له وجې ددې بیمارۍ خلاف په کمپاین چلولو کې ستونزې مخې ته راغلي دي.

د صحت د نړیوالې ادارې ویاند (اولیورـ روزین ـ باور ) وايي کله چې په یو هیواد کې د پولیو رنځ مخ په ختمیدو وي، او دغلته ددې رنځ کچه بیا زیاته شي، نو ددې مانا دا وي چې په دې هیواد کې وایروس موجود دی، او د ځنګله د اور په شان نور هم غځېدلی شي.

نوموړی وايي که لازم اقدامات ونه شي نو په راتلونکو لسو کلونو کې په ګرده نړۍ کې د پولیو ځپلو ماشومانو شمېره دوو لکو ته پورته کیدای شي.



(اولیورـ روزین ـ باور ) وايي دوی دامهال د پولیو د مخ نیوي لپاره ۹۴۰ ملیونه ډالره پانګه لري، او دوی په راتلونکو ۱۸ و میاشتو کې ، په دې مورد کې دوو بلیونو ډالرو ته اړتیا لري.

نوموړی وايي هر هغه افغان او پاکستانی ماشوم چې عمر یې تر پنځو کلونو کم دی ، باید په کال کې څو وارې واکسین شي، خو د واکسین کونکو کار تل د جهالت، مذهبي سخت دریځي ، جنګ او طبعي افتونو له امله متاثره کیږي.
XS
SM
MD
LG