د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: پر یونیورسیټي بس چاودنې ۴ وژلي ۶۰ ژوبل





د بلوچستان په مرکز کوټه کې د انفارمېشن ټېکنالوزي پوهنتون پر یو بس د ریموټ کنټرول برید څلور کسان وژلي او ګڼ نور ژوبل دي.

له مشال راډيو سره په خبرو کې پولیس وايي، چې په مرګ ژوبلو کې زدکونکي، او پولیس هم شامل دي.

د راپورونو له مخې په څه نا څه ۶۵ ژوبلو کسانو کې ۲۰ تنه ډېر سخت ټپيان ژوبل دي.

ډېری زخمیان د کوټې سیول هسپتال ته وړل شوي او زیات ژوبل یې پوځي روغتون(سي ایم ایچ) ته وړل شوي دي.


د مشال خبریال د پولیس چارواکو له خولې وايي، چې په بس کې د آی ټي یونیورسیټي زدکونکي سپاره وو چې ډېری یې له هزاره قبیلې سره تعلق لري. دوی وايي کله چې بس د ښار جناح ټاون ته ورسېدلی نو هلته د وړاندې ولاړ یو الټو ګاډۍ چې بارود پکې اېښودل شوي وو په ریموټ کنټرول والوزول شو.




د سترګو لیدلی حال وايي چې چاودنه د زلزلې هومره زوره وه، چې شاوخوا کورونو، او ګڼو موټرانو، رکشو او موټرسایکلانو ته یې زیانونه رسولي دي.

په کوټه او د بلوچستان په نور سیمو کې په بیا بیا شییعه ګان او پتېره د هزاره قبیلې وګړي په نښه کېږي .

د اوسنی پېښې پړه لا چا نه ده منلې.
XS
SM
MD
LG