نن غرمه دکندهار په معروف ولسوالۍ کي په یوه بمي چاودنه کي یو کس وژل شوی او لس نور ژوبل شوي دي.
دکندهار د والي ویاند جاودید فیصل مشال راډیو ته وویل چي پیښه دمعروف ولسوالۍ په بازار کي د ملکی خلکو په ګڼه ګوڼه کي رامنځ ته سوي ده .
دفیصل په وینا چاودیدونکي مواد په یوه موټر سایکل کي ځای پر ځای سوي او د ریموټ په مټ چول شوي دي.
د نوموړي په وینا وژل شوی کس او نور تپیان ټول ملکي کسان دي. دپیښي مسوولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخستی.