د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا میپ او نیشنل پارټۍ د کرپشن ضد اتحاد





نیازموساخېل،کوټه

په بلوچستان کې دوو ملت پالو ګوندونو،پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ او نیشنل پارټۍ په صوبه کې د وزیرانو،افسرانو او ټیکیدارانو د درغلو یا کرپشن ضد یو مشترکه کمپېن چلولو اعلان کړی.

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ صوبایي مشر عثمان کاکړ مشال رېډیو ته وویل٫٫صوبایي حکومت د غلا غدو یا کرپشن انتها کړې،په ولسي بجټ خوړلو کې، پر یو سکیم چې لګښتت یې یو سل لکه روپۍ وي،نو په هغو کې وزیران،افسران اوټیکیداران لس لکه پر ولګوي او نوري ۹۰ لکه روپۍ وخوري. دغه حال په بلوڅي سیمو کې هم روان دی. هلته بلوڅ وزیران فنډونه او ولسي پېسې جیبونو ته اچوي،ځکه نېشنل پارټۍ هم په دغه اړه فکرمنده ده.نو زموږ او د دوی ابتدایي مجلس سره شوی او خبرې مو شوي چې د دې په اړه نور څه کول پکار دي؟٬٬

عثمان کاکړ وویل،چونکې خبرې په اول پړاو کې دي.ځکه وروسته به له بلوڅ ملت پالو سره یو ځای مخته ګام اخلو چې یاد کمپېن به څنګه او په څه طریقه پر مخ بیایو٫٫موږ که پر مخ کومي نتیجې ته سره ورسیږو،نو ظاهره خبره ده په هغه کې به د احتجاج اړخ هم په پام کې وي او دا به هم زموږ په سوچ کې وي چې د دغې وضعې ضد په ګډه عدالتونو ته هم ولاړ شو او که څنګه؟ او دې سره نوري لارې هم شته چې موږ ولس ته د وزیرانو دغه کرپشن ښکاره کړو او ولس ته ښکاره دي.٬٬

د نشنل پارټی غونډه
د نشنل پارټی غونډه


د بلوڅ ملت پاله ګوند،نېشنل پارټۍ یو مرکزي مشر،میرحاصیل برنجو وویل،دواړو یادو ملت پالو ګوندونو په صوبه کې د درغلو /کرپشن ضد ډګر ته راوتلو پریکړه کړې٫٫زما په فکر دا یو حقیقت دی چې په بلوچستان کې دا وخت که دوه لوی سیاسي ګوندونه ښکاره موجودیت لري،هغه یو پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ او بل نېشنل پارټۍ ده .که موږ لوی ګوندونه یو، نو زموږ دا ذمه واري هم جوړیږي چې په بلوچستان کې دا وخت د کرپشن او یا د ناامنۍ کوم حال روان دی،د دې ضد غږ راپورته کړو او ډګر ته راووځو.ځکه موږ دواړو ګوندونو دا پریکړه کړې چې د کرپشن ضد به په ګډه مبارزه کوو٬٬

د بلوڅ او پښتون ملت پالې ګوندونو له اړخه د اداري فساد ضد کمپېن چلولو اعلان په داسي حال کې مخې ته راځي چې په صوبه کې یو شمیر څیړونکیو او عامو خلکو هم پر حکومت او وزیرانو د رشوت اخیستلو او سرکاري پېسو بې ځایه استعمال تورونه لګولي دي.
XS
SM
MD
LG