د لاسرسي ځای

تازه خبر

ورځپاڼې: د امریکا و پاکستان خبرې ترسره نه شوې



ژباړه:- منور شاه

وال سټریټ جورنال خپله مقاله کې لیکي په داسې حال کې چې له پاکستان سره په افغانستان کې مېشت نېټو ځواکونو لپاره درسد لارې د بیا خلاصولو په خبرو اترو کې پرمختګ ونه شو امریکا خپل مرکچیان ډله له اسلام اباده واپس غوښتې ده.

مجله په دې مذاکراتود یو چارواکي له خولې لیکي امریکا دې ته سلا شوې وه چې د یو کنټېنر په سر به پاکستان ته د ۲۴۰ ډالرو پرځای۵۰۰ ډالره ورکوي چې دخپلو سړکونو حال پرې ښه کولې شي ددې ترڅنګه به ورته هغه یو ارب ډالره پوځي امداد هم ورکړي چې د تېر کال راهیسې ځنډول شوېدې. خو پاکستاني چارواکي په هغه غوښتنه قایم وو چې امریکا دې د تېر کال د مومند ایجنسۍ د سللا په پیښه معافي وغواړي. په دغه پیښه کې ۲۴ پاکستاني پوځیان وژل شوي وو چې په جواب کې یې پاکستان په خپله خاوره د نېټو لپاره د رسد لارې بندې کړې.

خو امریکا د معافۍ غوښتلو نه انکار کړې او ویلي یې دي په دې پیښه کې د دواړو خواو نه تېروتنه شوې وه.

مجله وايي ځینې امریکايي څیړونکي په دې نظر دي چې پاکستان له پکار دي په افغانستان کې په اتحادي ځواکونو حملې کؤنکو وسله والو ته په پټن ځاینو ورکولو د امریکا نه معافي وغواړي . دا راز امریکايي چارواکي وايي د رسد لارو لپاره دوي پاکستان ته دومره ضرورت نه لري څومره چې په تېر وخت کې وو. پاکستان په اول کې د یو کنټېنر په سر د ۳۰ چنده زیات فیس غوښتنه کوله چې امریکا ورسره و نه منله.

بلخوا فارن پالیسي مجله د پاکستان او هند به اړه خپله مقاله کې لیکي د دواړو هېوادونو ترمنځه د ۲۰۰۳م کال د نومبر په میاشت کې سیاچن کې دډز بندۍ لوظنامه شوې وه چې تر دې دمه قایمه ده خو بیا هم د دواړو خواؤ په زرګونو کسان د سخت موسم لخوا ځپل کیږي چې په دې ورستیو کې د پاکستان ۱۴۰ پوځيان او دهغوي سول اهلکار د واورې د کمر لاندې ژوندي ګیرشول. دغه جنګ په داسې حال او سیمه کې دې چې محاذ یې د نړۍ تر ټولو یخ، اوچت او د نزدې ښارونو نه د څو ورځو په فاصله دې.

مجله لیکي د هند او پاکستان ترمنځه شخړه په ۱۹۴۷م کال کې د تقسیم راهیسې شورو شوې چې اول په نظریاتی بنیاد روانه وه یعنې د سیکولر هند او مذهبي پاکستان ترمنځه لانجه وه خو د سیاچن شخړه د خاورې په سر رامنځ ته شوې.

مجله وړاندې لیکي هند دا مهال له پاکستانه /نه ویریږي، ځکه چې د ۱۹۷۱ م په جنګ کې یې هم ورته ماتې ورکړې او مشرقي برخه یې ترې کټ کړې چې پکې بنګله دېش جوړ شو. خو هند د چین نه ویریږي او چین په ۱۹۶۲م کال کې هند ته په سرحدي جنګ کې لويي شکست ورکړې چې دهغې نه پس د چین او پاکستان مضبوط تعلقات جوړ شوي دي. او سیاچن په داسې سیمه کې دې چېرته چې دهند، پاکستان او چین سرحدونه ملاویږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG