د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امريکا او پاکستان خبرې بې نتيجې پای تر رسېدلي



هارون باچا - مشال راډيو

واشنګټن:- راپورونه وايي له هغه وروسته چې د پاکستان د پوځ سر لښکر جنرال اشفاق پرويز کیاني د امريکا د دفاع د وزارت له يوه جګ پوړي چارواکي پيټر لو سره له ليدلو انکار وکړ، امريکا ناټو ته د اکمالاتي لارو ورکولو پر موضوع د خبرو له پاره پاکستان ته لېږلې د مامورينو خپله ډله بيرته وطن ته غوښتې ده-

ايسوشي ايټېډ پريس اژانس د يوه امريکايي چارواکي له خولې، چې نوم يې نه دی اخېستل شوی، ليکي چې وايي په مومندو د هوايي بريد له پاره د امريکا د بښنې پر خپل دريځ د پاکستان دوامداره ټينګار د دې سبب شوی چې د دواړو هېوادونو تر منځ په اسلام اباد کې پيل شوې ورورستۍ خبرې له ناکامۍ سره مخامخ شي-

پاکستان د مومندو په سلاله چيک پوسټ د امريکايي ځواکونو د تېر کال د نومبر د بريد په غبرګون کې، چې ۲۴ پاکستاني عسکر پکې ووژل شول، په افغانستان کې مېشت د ناټو ځواکونو پر وړاندې خپلې اکمالاتي لارې وتړلې- د دغې پېښې له پاره پاکستان له امريکا څخه د رسمي بښنې غوښتنه وکړه، خو امريکا وايي چې دغه کار يې له قصده نه دی کړی او د پاکستاني سرتېرو په وژنه يې يوازې خواشيني ښکاره کړې ده-

ای پي په عين وخت کې د پينټاګون د وياند جارج لېټل په حواله وايي چې د دوئ پلاوی، که چېرته حالات بدل شي، نو و به کولای شي چې په لنډ نوټس واپس پاکستان ته ولاړ شي-
په ورته وخت کې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو مرستيال قوماندان ليفټننټ جنرل کرټېس سکاپاروټي د وېډيوي کنفرانس له لارې د پينټاګون خبريالانو ته وويل چې د پاکستان له لارو د اکمالتو بندېز د دوئ په عملياتو چندان اغېز نه دی کړی:

((حقيقت دا دی چې بيخي پرته له کومې اغېزې، موږ خپلو فعالييتونو ته دوام ورکړی دی او د افغانستان له پاره خپل اکمالات مو سمبال ساتلي دي- د خپلو ځواکونو د عملياتي چارو د قوماندان په توګه، ویلای شم چې موږ خپل کار جاري ساتلی دی- په موږ ريښتيا چې هيڅ کوم اثر نه دی شوی او په راتلونکي کې هم په دې لړ کې زه کوم مشکل نه وينم- موږ سره يو شمېر نورې لارې دي چې زموږ ځواکونو ته پرې په پوره اندازه اکمالات رارسېږي-))

بايد وويل شي، ناټو په دې وروستيو کې د روسيې او منځنۍ آسيا د هېوادونو له لارې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د اړتياوو پوره کول پيل کړي دي- په داسې حال کې چې ټاکل شوې په افغانستان کې مېشت زياتره بهرني ځواکونه به د ۲۰۱۴ م کال تر پايه له دغه هېواده وځي، ناټو د خپلو پوځي مهماتو د بهر ته اېستلو په لړ کې هم له روسيې او د منځنۍ آسيا له يو شمېر هېوادونو سره موافقه ليکونه لاس ليک کړي دي-

د پينټاګون خبريالانو ته په وينا کې د امريکايي ځواکونو قوماندان جنرال سکاپاروټي د پاکستان له پوځ سره د اړيکو د بيرته عادي کولو د دوه اړخيزه هڅو يادونه وکړه، خو زياته يې کړه چې په دغه لړ کې لا هم ډېر کار ته اړتيا ده:

((تر کومې چې له پاکستان سره د تعلق خبره ده، نو موږ د دواړو پوځونو تر منځ د اړيکو د ښه کولو له پاره زياتې خوارۍ پيل کړې دي، او کېدلای شي بيرته يې هغه ځای ته ورسوو چې په تېرو وختونو کې چېرته وې، يانې کله چې د ختيځو سیمو قومانده له ما سره وه- خو دا ده چې تر دا منځ هغې يوه تعلق ته په رسېدلو کې اوږده لاره پر مخ کې ده-))

ايسوشي ايټېډ پريس اژانس ليکي، سربېره د امريکا د بښنې، يوه بله اختلافي موضوع چې ناټو ته د اکمالاتي لارې د ورکولو د امريکا او پاکستان په خبرو يې سيوری غوړولای دی، د ناټو له يوه ګاډي څخه د پاکستان له خوا د اخېستل کېدونکيو پيسو ده- پاکستان د يوه ګاډي په سر پينځه زره ډالر غواړي، او امريکا وايي چې پينځه سوه ډالره ورکولو ته تياره ده- د اژانس په وينا، دا واضح نه ده چې دغه ځانګړې مساله د امريکا او پاکستان تر منځ په شويو وروستيو خبرو کې يو څه هواره شوې او که څنګه؟
XS
SM
MD
LG