د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: پر مساپر بس چاودنه، ۵۰ ژوبل یو مړ





د بلوچستان په مستونګ کې د لېویز چارواکي وايي چې په درينګړ سيمه کې د سپرلو په یوه بس کې له چاودنې ۵۰ تنه ژوبل شول. له سیمې عیني شاهدان وايي بس له مستونګه د نوشکي سيمی ته روان وو چې پکې تر ۶۰ زیات مساپران پکې سپاره وو.

د لیویز چارواکي وايي، د رارسېدلو مالوماتو له مخې په دې بس کې له ټپیانو اته تنه د مستونګ سیول روغتون ته یوړل شول چې یوه یې په کې ژوند له لاسه ورکړو.

که څه هم د لیویز چارواکي په دې اړه څه نه وايي چې د پېښې هدف څوک وو خو له سیمې ځايي خبریالان وايي له دې پېښې یو څو منټه مخکې یو بس له دې ځایه تېر شو چې ایران ته تلونکي شییعه زیارتیان په کې سپاره وو.

په دغه بس کې سپاره ډېری ژوبل کسان د کوټې بولان روغتون ته وړل شوي دي چې هلته د ډاکټرانو په خبره د اوو کسانو حالت د اندېښنې وړ دی.

د لييويز چارواکو وویل تر دا مهاله لا دا نه ده مالومه چې آيا چاؤديدونکې توکې په دغه بس کې ځای پر ځای شوي ول او که دغه بم د سړک غاړې ښخ شوی وو.

تر اوسه لا هم ددغه پېښې پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې خو د بلوچستان په بلوڅ ګڼ مېشتو سیمو کې په بیا بیا د فرقه ییزه بریدونو، او د پاکستان د امنیتي ځواکونو او بلوڅ خپلواکی غورځنګ تر منځ د نښتو راپورونه راځي.
XS
SM
MD
LG