د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د میرمنو ژوند له کړاوونو ډک دی


سرچینه : ایکسپریس ټریبیون
ژباړه : ملیحه امیر ذاده

په ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼه کې لیکوالې فوزیه سعید د پاکستان په څلورو واړو صوبو کې د ښځو د حقونو په وړاندې د قانون سازۍ حالت ته کتنه کړې ده. هغه لیکي، کله نه چې په دې لړ کې ذمه واري صوبو ته سپارل شوې ، د هیواد مېرمنې، د خپلو حقونو په لړ کې د قانون سازۍ لپاره په صوبایي حکومتونو تکیه کوي .


لیکواله لیکي ،د ښځو په وړاندې د جنسي زیاتۍ ضد قانون د عملي کولو د څار قامي کمیټي د واک خپله دوه کلنۍ موده سر ته و رسوله، خو اوس په دې لړ کې هرې یوې صوبې ته خپل کار پر مخ بوتلل دي.

لیکواله په دې لړ کې د څلورو واړو صوبو کار پرتله کوي او د پنجاب صوبې ستاینه کوي. د لیکوالې په خبره پنجاب د قانون د عملي کیدلو د څار خپله کمیټي جوړه کړې او د صوبایي محتسب د ټاکلو فیصله یې کړې ده. لیکواله د دې نه علاوه د سل ماډل پولیس تاڼو ذکر هم کوي چې ورکې د ښځو مسئلو ته خاصه پاملرنه کیږي.

په مقاله کې بیا د بلوچستان او د سند صوبې ذکر کیږي چې د ښځو د پرمختګ څانګو ته یې خپلواکه حیثیت ورکړی، چې سند حکومت هم دغه شان د څار کمیټه جوړه کړې خو د کارکردګيۍ د ښه والي لپاره ورته په وزارتي کچه د قوي ملاتړ ضرورت دی، خو تر اوسه په دواړو صوبو کې د صوبایي محتسب په لورې کوم ګام نه دی اخیستل شوی. لیکواله د بلوچستان په هکله لیکي، د ښځو مسئلو ته لومړیتوب ورکول ورته اوس هم پاتې دي، ځکه چې لږه څه کاغذي کاروایي میاشتې میاشتې وختونه اخلي.

لیکواله بیا د خیبر پښتونخوا ذکر کوي چې عوامي نیشنل پارټۍ د هیواد تر ټولو مترقي ګوند دی او د صوبې حکومت یې تر ټولو عملي ګڼل کيږي. دغه ګوند د ښځو لپاره لومړی صوبایی کمیشن جوړ کړی او په پارلیمان کې ییې ډېرې ښځينه غړي دي. خو بیا هم د ښځو په وړاندې د جنسي زیاتۍ ضد قانون په لړ کې هیڅ کار نه دی شوی. په صوبه کې نه خو داسې کوم ځانګړی کمیشن جوړ دی او نه هم صوبایي محتسب ټاکل شوی دی.

لیکواله په آخره کې ليکي دې هر څه ته په کتلو سره دا ویل کېدای شي چې د پاکستان مسلم لیګ نواز ډلې حکومت چې محافظه کاره ګڼل کيږي ، د ښځو لپاره یې تر ټولو زیات کار کړی دی، او زیاتوي چې پاکستان پیپلز پارټۍ ته هم صوبایي حکومتونو د هڅولو ضرورت دی.
لیکواله ليکي ښځو ته دا باور ورکول ضروري دي چې د دوی مسئلې د سنجیدګۍ سره اخیستلی شي. ځکه چې پنځوس فیصده رایې میرمنې ورکوي.
XS
SM
MD
LG